Loy

تصنيف (پنځونه)

26.01.2008 08:59

تصنيف " پنځونه "

كه د ليكوالۍ مست او څپاند سمندر ته ورګډ شو ؛ نو خورا ډېر ډولونه يې ليدلاى او پېژندلاى شو، چې د تصنيف نه نيولې تر داستان او رومان ليكنې پورې په افغاني ټولنه كې دود او خلك ورسره لږو ډېر پېژندګلوي لري ، چې دلته د ټولو يادونه پوره وخت او كافي اوسېلې ته اړتيا لري؛ خو موږ به يوازې په تصنيف (تخليق، پنځونه ) باندې  بسنه وكړو .

د تصنيف پېژند( تعريف) : پوهان وايي، چې تصنيف په لغت كې د يوه صنف يا ټولګي په مانا دى، چې په هغه كې ډول_ډول اندونه او بېلابېلې ايډيالوژۍ او نظريې وجود لري، چې دغه اندونه يا نظريې د ټولنې له مثبتو او يا هم منفي خواو څخه اغېزمنې كېږي او د اصلاح او هڅونې لپاره يې څه ليكي، چې نه يوازې خپلې ټولنې ته ؛ بلكې ټول بشريت ته يې وړاندې كوي .

دغه راز تصنيف يا تخليق په ګړنه يا اصطلاح كې هغه اثر يا ليكنه ده، چې د ليكوال د خداى ﷻوركړي استعداد، افكارو او اندونو له نوښت، مينې، ځواك او بشپړې توا نمندۍ او قوت له هماغه مست او څپاند سمندر څخه اوبه څښي او زېږي .

ښه او غوره تصنيف هغه دى، چې نوښت په كې ډېر وي، د ټولنې ستونزې درك او د واقعيت پر بنسټ يې وليكي . يو نوى پنځونكى يا تخليقګر هغه وخت ښه ليكوال او ايجادګر كېداى شي، چې په ټولنه كې د موجوده او تېرو شويو( ارواښادانو) متجربو ليكوالو په مستقيم او يا غير مستقيم ډول لاس نيوى وكړي ، د دوى ليكنې بيا بيا ولولي او د نوموړو د برياليتوبونو راز پيدا كړي .

هغه چا، چې هماغه زړو ببولالو ليكلو ته يې مټې رابډ وهلې وي يا تل د نورو عيبونو ته ځير وي او يا هم د سياسي ليكنو په يو اړخيزه ليكنو روږدى وي ؛ نو نه يوازې دا، چې نشي كواى وده او پرمخيون وكړي ؛ بلكې د ټولنې خلكو ته يې ځان د يو معتصب او تخريب كار په توګه په غير شعوري توګه معرفي كړى دى .

بريالى او ښه ليكوال هغه څوك دى، چې يوه خوا راټينګه كړي او بيا بيا په كې مطالعه وكړي ، نوي شيان پكې پيدا كړي او په نويو الفاظو كې يې وليكي ، چې د دې خبرې د پخلي لپاره ښه بېلګه رحمان بابا او امير حمزه شينوارى كېداى شي ؛ ځكه كه موږ چېرې د رحمان بابا ديوان ته ځير شو نو ډېره ځله داسې ګومان كېږي، چې ګواكې د قران شريف ژباړه يې په نظم كړې ده . دغه راز حمزه بابا هم په  رښتينې عشق او تصوف كې دومره وړاندې تللى، چې موږ يې هډو اټكل هم نشو كولاى .

زه ځكه ټينګار كوم، چې هرڅوك په يوې ځانګړې برخې كې خورا زيات مهارت لرلاى او پيدا كولاى شي او كه چېرې څو خواوته لاس واچوي ، نه يوازې دا چې هغې برخو كې به يې څه نه وي كړي ؛ بلكې خپل مسلك څخه به هم لرې پاتې شوې وي . زه د خپلې دې خبرې د سپيناوي لپاره د درېش دراني او رحمت شاه سايل ښې بېلګې راوړلاى شي، چې د نظم او شعر په برخه كې يې اسمان ته پاتخې ايښي ؛ خو په آزادو ليكنو او تحقيقي مقالو كې يې دومره خونده نشته ، لكه څومره چې ترې تمه كېږي .

دغه راز سياستپوه، ليكوال او څېړونكى استاد حبيب الله رفيع په سياسي او تحقيقي ليكنو كې په اوسني پير كې جوګه نه لري ؛ خو په شعر كې بيا له كاروانه ډېر وروسته دى . استاد محمداصف صميم په تحقيق او پښويه كې خلك ګوته په غاښ كړي ؛ خو ډرامه او ناول ليكنې كې زور ازمايي نه كوي ، ارواښاد پوهان عبدالحى حبيبي ښه ناقد، څېړونكى او نېټه ( تاريخ) ليكونكى و ؛ خو په شاعرۍ يې د بېنوا صاحب په پله نشو تللاى .الفت صاحب په نثر كې تر نبوغه رسېدلاى و ؛ خو په فلسفه كې يې بيا روهي او مجروح صاحب ته سلام كاوه .دا او دې ته ورته خورا ډېرې بېلګې دي، چې سړى يې وړاندې كړي .

متجرب ليكوال او ښه پنځونكى هغه څوك دى، چې د خپلې خبرې د پخلي لپاره د قران پاك آيتونه، نبوي احاديث او يا هم د شعر او متل څخه كار واخلي . البته دلته د يوې خبرې يادونه اړينه بولم او هغه داچې كه سړى په هره برخه كې ليكنه ونه كړي ؛ نو مطلب دا نه دى، چې ګواكې په هره برخه كې دې مطالعه هم نه كوي، ليكوال ته په كار ده، چې په هره برخه كې په كافي ډول مطالعه ولري ترڅو وكولاى شي د خپل نوي اثر د رامنځته كېدو په موخه د كوم ډول ستونزو سره مخ نشي او خداى مه كړه اثر يې نيمګړى او ياهم بې خونده نشي .

كه يو ليكوال ګرځنده، متجرب، باذوقه او د پوره اوسېلې خاوند وي كولاى شي د خپلې ليكنې يا اثر په وخت كې روزنيز او اخلاقي مسايل مرات كړي او د قلم او انسان عفت خوندي وساتي، كه چېرې يو ليكوال پوره اوسېله او د ليكنې سره مينه ونه لري هېڅكله نشي كولاى يوه په زړه پورې علمي او هنري ليكنه وكړي، هغه وخت يو شاعر او ليكوال ښه شاعر او ليكوال كېداى شي، چې د خپل مسلك سره د زړه له كومې مينه وكړي، د خپل زړه وينې وركړي، بې خوبۍ، خوارۍ ، زحمتونه، تكليفونه او كړاونه وګالي، احتياجۍ او محروميتونه وزغمي او د دې ټولو پر وړاندې خپله مبارزه جاري وساتي ؛ نو هغه وخت كېداى شي، چې د افلاطون، ارسطو، سقراط، هومر، شكسپير، ګوركي ، ټاګور، بروژوا او داسې نور نومونه خپل او د دوى په څېر تل ژوندى پاتې شي .

كه موږ لومړى خپل او بيا د نړۍ سترو ليكوالو ته ځير شو او د دوى اثار مطالعه كړو ؛ نو په ډېرې اسانۍ سړى پوهېږي، چې دوى څه ډول ژوند تېر كړى او په كومو ستونزو كې يې كتابونه چاپ كړي دي . د وخت ناخوالواو چارواكو يې په مخ څپېړې وركړي ، ګواښل شوي، رټل شوي او په زندانو كې له منځه تللي ؛ خو بيايې هم مبارزه تل جاري ساتلې  او خپل پيغام يې د زړه په وينو تر موږه رارسولى .

كه په واقعيت سترګې پټې نه كړو، دغو ښاغلو نه يوازې موږ ته تېر تاريخ تشريح كړى ؛ بلكې د اوس او راتلوونكې لپاره يې هم راته خورا ښې او په زړه پورې مشورې راكړې. دوست او دښمن يې را پېژندلى او د ستونزو د حل لارې يې راپه ګوته كړي دي .

كه موږ وغواړو، چې له ځان څخه يو ښه ليكوال او پنځونكى جوړ كړو د هر اړخيزه مطالعې ترڅنګ بويه خپلو او بهرنيو ادبي كړيو كې هم گډون وكړو، د نورو ژبې زده كړو او د هغوى په فرهنګ او كولتور باندې ځان پوه كړو . د نورو له مقدساتو او دودونو سره ځان اشنا كړو او په دې توګه څه له خپلو او څه د نورو له تجربو او ټولنو څخه راواخلو او د يو پوهنيز او نوښتي اثر په توګه يې ټولو ټولنو او لوستونكو ته وړاندې كړو .

كه څه هم په دې برخه كې خبرې خورا ډېرې دي او په دې لنډو څو ټكو نه خلاصېږي ؛ خو زه به خپلې خبرې د ګران هېواد نوښتګر پنځونكي او زړه راښكون شاعر پيرمحمدكاروان په دې يو بيت، چې د نوښت، پښتو، مېړانې او شهامت نښې په كې له ورايه څرګندېږي پاى ته ورسوم .

دين د پښتو نغښتى د ملالې په ټپه كې      دا د ټپو ژبه به له خداى سره اشناكړم

 

په ادبي مينه

سيدنظيم " سيدي "

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com