Loy

هغه ته يې

27.01.2008 09:13


زه هم د بيبيانو لپاره د خپلو خاوندانو لخوا خپل يو شعر په لاندی ډول وړاندی کوم:-

هغه ته ﻳﻰ
ګلونه كه رنگونه كه ښکلا ده هغه ته ﻳﻰ
نازونه و مكيزونه كه حيا ده هغه ته ﻳﻰ

په يو نظر كتو ﻛﻰ دى گويا ما ته هر څه دي
شيبه لمحه گړۍ ﻣﻰ چي زيبا ده هغه ته ﻳﻰ

ﮔﺮيوان ته ﻣﻰ د اوښکو سيلاب اخلي په سلگو سر
څپو ﻛﻰ ﻳﻰ اﻫﻨگ او كه هجا ده هغه ته ﻳﻰ

د تورى ﺷﭙﻰ انجام دسپيدو خال شي په اسمانﻛﻰ
ﺑﻴړئ ته كه ساحل په لور هوا ده هغه ته ﻳﻰ

ﻛﻴﺴﻰ ﻣﻰ د مجنون هم د ليلا دي اوريدلي
مين په حق يوسف كه زليخا ده هغه ته ﻳﻰ

د ﻣﻴﻨﻰ په دنيا كي نقابونه هم چليژي
ريا نه ﭼﻰ خالي كومه صفا ده هغه ته ﻳﻰ

شاعر نه يم په اصل خو غزل ليكم د ﻣﻴﻨﻰ
كه ﻧﻐښتې ﻣﻰ قلم ﻛﻰ څه ﻣﻌﻤﻰ ده هغه ته ﻳﻰ

رقيب خاورى په سردى ټوﻟﻰ هیلې ﻳﻰ ناهیلې
غزاوي ته وسيله ﭼﻰ د تقوى ده هغه ته ﻳﻰ

(رقیب نه مطلب شیطان دی)

په درنښت

غزاوی وردک


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com