Loy

پکه دا دې لا بله سپکه

16.02.2008 10:24

پکه دا دې لا بله سپکه

    مقننه قوه د قانون د پلي کېدو مخنيوی کوي، د يو هېواد مقننه قوه د دې لپاره جوړيږي، چې د هغه هېواد د وګړو د خوښې قانون جوړ کړي او په هېواد کې هره هغه کړنه، چې د هغه هېواد له قانون سره په ټکر کې وي، د هغې مخنيوی وکړي.

  خو زموږ د هېواد مقننه قوه، غواړي، چې د نورو هېوادونو د مقننه قوو څخه ځان يو څه بېل وښايي، دوی د هغه چا مخالفت کوي، څوک، چې د قانون کومه ماده پلي کوي.

  اوس پوښتنه دا پيدا کيږي، چې دوی ولې، داسې عمل کوي، دلته څو خبرې شته، يو خو دا، چې په ولسي جرګه کې ډېر داسې نالوستي  وکيلان دي، چې لا تر اوسه په دې نه پوهيږي، چې سور کارټ او شين کارټ څه مانا لري... دا خو لا څه کوې، چې لا تر اوسه په خپلې سوب پاڼه (حاضرۍ) کې خپل نوم نه شي پيدا کولی، ځينې خو لا د بل په نوم لاسليک کوي، يآنې د خپل ځای پر ځای په بل ځای کې لاسليک کوي.

 بله خبره داده، چې په دوی کې ډېر داسې وکيلان شته دي، چې د مقننې قوې په تعريف نه پوهېږي، يوازې د نورو د پيسو په مرسته يې ځان تر دې بريده رارسولی دی.

 د ځينو خو يوازينۍ دنده همدا ده، چې څنګه ګډوډي رامنځ ته کړي او داسې مسايل راوپاروي، چې نه د ملت او نه د قانون غوښتنه وي.

ګرانو وکيل صاحبانو، له بده مرغه، چې د صاحب په ويلو سره مې لاس ريږدي (د ځينو لپاره) تاسو د عام ولس ژوند ته نظر وکړﺉ، که تاسو ځانته دومره غښتلي وايی، نو د کورنيو چارو وزير ولې نه پوښتی، چې په دې هېواد کې ورځ تر بلې امنيتي چارې خرابيږي او د ټولو پښتون مېشتو سيمو ورځ په وينو رنګ او شپه د باروتو په وړانګو رڼا ده، تاسو ولې د پوهنې وزير نه راغواړی، چې په ډېرو ولايتونو کې ښوونځي نه دي جوړ شوي او يا چاته په مورنۍ ژبه زده کړه نه برابروي.

 که تاسو رښتيا د هېواد او هېوادوالو مينه وال ياست، نو ولې د هغو هېوادوالو چې له لوږې خپل خواږه اولادونه پلوري غم نه خورﺉ. خو دا هماغه خبره ده، چې يو له لوږې مري او بل يې سرته پراټې پخوي.

ګرانو وکيلانو، هغه وکيلان، چې ناپوه دي، هغه دې خدای پوه کړي، تاسو چې ځان پوه او د ملت خواخوږي ګڼی، هيله کوو، چې نور ځان مه بدناموی، هغه مو چې دنده ده هغه وکړي او په خپلو دندو پښې مه ږدﺉ او د خپلو جنګ ځپلو هېوادوالو په ژوند لوبې مه کوﺉ، دخدای لپاره نور نو سر په خپل ګريوان کې ټيټ کړﺉ.

روهي ادبي ټولنه د اطلاعاتو او کولتور وزير ښاغلي خرم استجوابېدل، غندي او دا يو ناقونونه عمل بولي، ځکه چې هغه د قانون په رڼا کې کار کړی او دا وکيلان صاحبان خو د قانون پلي کېدل نه شي زغمی او د ولسي جرګې د فرهنګي چارو د کمېسون څخه غواړو، تر څو د خپلې دغې تېروتنې چې يو پآک او سپېڅلی انسان ته يې د هڅوونې پر ځآی پوښتنو کروېږونو ته راغوښتنه ترسره کړه بايد د ټولو افغانانو او په ځانګړې ډول د ښاغلي وزير صاحب څخه بښنه وغواړي. او که قانون ترې هېر شوی بيا دې مهرباني وکړي په خپل لاس پاس شوی قانون دی يو ځل بيا وګوري او په ځانګړې توګه 16 ماده دې سم په غور سره ولولي، که يې لوستلی نه شي، نو دې يو بل کس يا سکرتر ته ووايي، چې ورته وې وايي.

  يو ځل بيا روهي ادبي ټولنه د ښاغلي وزير صاحب استجواب او هغه هم په د قانون په پلي کېدو په کلکه غندي.

په درنښت

روهي ادبي ټولنه

rohiadabitolana@gmail.com

کابل 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com