Loy

عمومي سېمانتيک

26.02.2008 13:03

عمومي سېمانتيک

عمومي سېمانتيک معنا او د معنا معنا (بنيادي علت)، محرکه قوه او روحي انگېزه) څېړي، نه يوازې د لفظي؛ بلکې د غير لفظي سلوک معنا او د دې معنا، معنا هم بيانوي، عمومي سېمانتيک دا څېړي، چې د هر فرد په نظر معنا د هغه د تجربو مستقيم  محصول ده.

عمومي سېمانتيک دا څېړي، چې د يوه لغت معنا نه په خپله په ده کې شته او نه په قاموس کې؛ بلکې په هغه لفظي موقيعت کې ده، چې نوموړی لغت په کې اېښی وي، عمومي سېمانتيک د انسان په واسطه د پېښو، اجسامو، واقيعتونو او نورو بېلابېلو پديدو  جامع او مانع تجريد او تحديد ( له چاپېريال نه رابېلول) څېړي، عموي سېمانتيک د يو انسان په عکس العمل کې د بل انسان د ځان ليدلو او ارزيابي کولو او په نتيجه کې د خپل لفظي او غير لفظي سلوک ورسره عيارولو قدرت، کفايت او استعداد څېړي.

   عمومي سېمانتيک (General Semantics) د يو لغت، يوې جملې او يا يو انساني سلوک سطحې او سر سري معنا (First Level Message) او د هغې معنا معنا يا ژوره معنا (Second Level Message) څېړي. عمومي سېمانتيک د روح او کالبوت؛ يعنې د شکل او محتوا يا دلفظ او معنا ترمنځ اړيکې بيانوي. عمومي سېمانتيک دا څېړي، چې انسان څنگه له خپل فکر او شعور نه بهر خارجي واقيعتونو څخه معناوې او مفهومونه اخلي او نورو خلکو ته د هغوی د بيانولو د پاره څنگه الفاظ او کلمات ټاکي، عمومي سېمانتيک د دې معناوو او مفهومو او الفاظو او کلماتو ترمنځ د ارتباط فسلفه ده، يانې عمومي سېمانتيک د معنا د افادې او د دې افادې تر شا محرکه قوه يا بنيادي علت؛ يعنې  روحي انگېزه  (psychological Motivation) سپړي او په دې غږېږي، چې د دوو کسانو په نظر معنا هېڅکله هم يو شی او يو شان نه ده، لکه څنگه چې د دوو کسانو د مخونو څېرې، د گوتو رخې، لاسليکونه او تجربې توپير سره لري، دغه شان د دوو کسانو په نظر معنا هم فرق سره لري.

  عمومي سېمانتيک موږ پوهوي، چې خپل عصبي سيستم څنگه په پوره او اغېزناکه توگه په کار واچوو، چې له خپل چاپېريال نه د معنا په اخيستلو او د خبرو اترو په وخت کې د مقابل لوري ذهن ته د هغې په انتقال کې تېروتنه ونه کړو.

 نژدې نيمه پېړۍ پخوا د عمومي سېمانتيک پوهانو دا نظر اعلان او علام کړ، چې : (( په دنيا کې تر ټولو پوه او ذکي انسان هغه څوک دی، چې هم خپل ذهني تصويرونه؛ يعنې د دۀ په نظر معنا د نورو خلکو ذهنونو ته ور انتقال کړای شي او هم د نورو په ذهني تصويرونو؛ يعنې د نورو په نظر په معنا وو پوه شي.))

  دغو پوهانو دا نظر هم څرگند کړ چې : ((که په خبرو اترو کې کارېږي او که په ليکنه کې وي؛ خو د يو لغت معنا او مفهوم د قرينې په واسطه ټاکل کېږي او چې قرينه يې بدله شي؛ نو معنا، مفهوم او غرض يې هم بدلېږي.

   عمومي سېمانتيک نه يوازې د انسان په لفظي سلوک (Verbal Behavior) کې؛ بلکې د انسان په ټول غير لفظي مفاهموي سلوک (Non Verbal Communicational Behavior) کې هم معنا او د معنا معنا لټوي.

  د روڼ اندو عمومي سېمانتيک پوهانو په خوځون کې يو وخت د دوی يوه ډله د اجتماعي او سياسي څېرو او ټوليزو مؤسسو (Social Institutions)  د ظواهرو تر شا د حقيقي کيفيتونو او مفسداتو د برملا کولو او بيانولو او افشا کولو لپاره هم زيارونه وايستل؛ خو بيا يې بېرته مخ ترې واړاوه، د برېتانيې نامتو مؤرخ اچ. جي وېلز د همغې ټولنې غړی و، چې (A Short History of the world) يې يو په ځېر سره ليکل شوی اثر دی.

  دا يو څرگند حقيقت دی، چې د نړۍ لنډ تاريخ په مينه، په نفرت، په شتمني، په افلاس، په قناعت، په سراښي، په سياست، په کار او حتا په سپورتي لوبو، په موسيقي، نڅا، غم، ښادي او ټول ژوند کې موږ يو مرموز ټکی ليدلی شو او هغه دا دی ،چې په ټوليزو مناسباتو کې هر انسان په خپله سم نيم اصلي دی دئ او د دۀ هغه نور نيم، د دۀ هغه ډيزاين شوی سلوک او (پوز) دی، چې د نورو په مقابل کې يې اختياروي، د دۀ لومړی نيم، د دۀ اصلي څېره ده، د دۀ رښتيانی او رياليستي اړخ دی او دويم نيم يې د دۀ ايده آلي او ارماني اړخ دی، همدغه نيم اړخ يې اصلاً يوماسک دی، چې خپلې څېرې ته يې ور اغوندي، د دۀ دانانيت او ايگوايزم پلوشه ده؛ نو ځکه د هر انسان شخصيت د همدې دوو اړخونو يا بعدونو د معنا کولو او تفسيرولو  لپاره تل يا ژورې مشاهدې او د استنتاج پياوړې قوې ته ضرورت لري او يا يو تکړه او ماهر ترجمان او مفسر ته . همدغه ترجمان او مفسر د  عمومي سېمانتيک عالم دی؛ يعنې د دغه دوه بعدي شخصيت د دوه گونو معناوو يا دووليزم درک او تفسير  د عمومي سېمانتيک د عالم دنده ده، چې يو شی هم پټ نه ترې پاتې کېږي او د ماسک تر شا پټه څېره له ورايه  ويني او په معنا او مفهوم يې پوهېږي.

جيورج، اچ، ميډ (Greorge H. Mead) او د ده شاگردانو يو تقريباً نوی نظر اعلام کړ او هغه دا و، چې ((ديولغت، رمز يا کنايي معنا له تجربي ساحې نه لوړ په خيال او تصور کې نه ده؛ بلکې په هغه اغېزه کې ده، چې د مقابل لوري په انساني سلوک يې کوي)) د ميډ د نظريې له مخې دا اغېزه د هر انسان له تېرو تجربو او ژوند پېښو سره اړيکې لري؛ يعنې که دنوموړي لغت، رمز او کنايه يې ليدلې او تجربه کړي نه وي؛ نو په سلوک يې هم اغېزه نه کوي.

  د ميډ شاگردان او د نظر پلويان تل د يو لغت، رمز، کنايي او حتی هر غير لفظي مفاهموي، سلوک معنا له اورېدلو او تجربه کولو وروسته په انساني سلوک کې لټوي.

  کله چې د عمومي سيمانتيک پوهانو په غورځو پرزو کې نامتو عمومي سيمانتيک پوه هيا کادا (S.I. Hayakawa) خپل دا نظر څرگند کړ، چې : ((په فلسفه کې د سيمانتيک د کلمې ابتدايي معنا د لغاتو د معناوو د بدلون تاريخي مطالعه ده))  نو پر دې اساس بهترين قاموسونه وليکل شول. (Shorter Oxford Dictionary on Historical Principle) د هيا کاو او د نظريې پر بنا ليکل شوی دی، چې د تاريخ په اوږدو کې د انگليسي لغاتو د معناوو د بدلون معلومولو او مطالعې لپاره ډېر ښه سند او اخځ دی.

   د عمومي سېمانتيک په ساحه کې د لومړي ځل لپاره الفرېډ کورنه يسکي خپل نامتو اثر (Science and sanity) په ۱۹۳۳ زېږديز کال کې خپور کړ. وروسته له هغه پر دې موضوع د عمومي سېمانتيک باندې په کال ۱۹۳۵ زېږديز کې د امريکا د متحده ايالاتو په واشينگټن کې د التربورگ په ښار کې لومړنۍ کنگره دايره شوه، په ۱۹۴۱ او ۱۹۴۹ زېږديزو کلونو کې دوه نورې کنگرې دايرې شوې، چې دواړه د متحدو ايالتونو د کولو رادو ايالت د ډينور (Denver) په ښار کې وې، له دې نه وروسته نورې کنگرې او سېمينارونه هم داير شول، چې د عمومي سېمانتيک ساحه يې ډېره پراخه کړه، خبره دمعنا او د معنا معنا له مطالعې نه هسکه شوه او يو ارت مفهوم يې غوره کړ، چې دا لاندې ډېر مهم موضوعات په کې شامل شول:

 ۱- (مختلف اصطلاحات؛ لکه: لغت پوهنه، گرامر، اشتقاق، فلالوژي، ژبپوهنه، مقايسوي ژبپوهنه، سيمانتيک، سنتاکتيکس، سيمانتيکس، پراگماتيکس، سيما سيالوجي، سيگنيفيکيس، له ناميناليزم سره اړيکې، روشنفکرانه ميراث.

۲- د عمومي سيمانتيکيانو له نظره د معنا د مسالې مفاهموي اړخ؛ لکه:

په ارسطويي ژبې او افکارو انتقاد، تجريد او تحديد، د معنا او سيمبوليزم تيوري، په ارزښتي سيستمونو او اخلاقياتو کې عملي نتيجه او نور.

 ۳- د توماس اکويناس ايټالوي د فلسفي پرنسيپونو په رڼا کې په عمومي سېمانتيک کې دمعنا تيورۍ؛ لکه: د بدلون مسله، د انسان د پوهېدلو مساله، د انسان تعريف، تجريد او تحديد، د مفاهمې او خبرو اترو مساله، د ارسطويي ژبې قوانين، علامې اوسمبولونه، له مفاهمې سره په ارتباط کې د رښتيا او حقيقت مساله او نور ټکي.

۴- د عمومي سېمانتيک ښوونيز اړخونه؛ لکه: په ابتدايي سطحه، په ثانوي سطحه او د پوهنتون په سطحه.

    موږ غواړو په دې بحث کې يوازې پر معنا او د معنا پر معنا وغږېږو، ځکه دا موضوع او بحث د عمومي سېمانتيک مرکزي او محوري موضوع ده. مغزيې دی او ټول عمومي سېمانتيک پر معنا راڅرخېږي.

    د معنا تعريف او پېژندل گران دي، پوهانو، په تېره بيا د عمومي سېمانتيک عالمانو ډېره موده سرخوږوونکي بحثونه پرې کړي ؛ خو لاتر اوسه  يې د معنا يو داسې جامع تعريف نه دی کړی، چې دايمي ارزښت ولري او هر وخت يې، هر چېرې هر څوک ومني؛ ځکه: معنا نه يوازې له يوه کولتورڅخه، بل کولتور ته فرق کوي؛ بلکې د يو انسان په فکر (معنا) د بل انسان له نظره (معنا) سره توپير لري. دغه راز، د ژوند د دوامدارې تکاملي پروسې په مد و جزر کې د عصر (شرايطو) له بدلون سره معنا هم بدلېږي.

   د (معنا) په باب د مطالعاتو او څېړنو په نتيجه کې دا لاندې تعريفونه لاس ته راغلي دي، چې هر يو يې په يو عالم يا يوې ډلې عمومي سېمانتيکيانو پورې اړه لري:

  ځينې پوهان په ساده ډول دا وايي چې: ((معناد انسان ذهني تصوير دی.)) ځينې نور وايي چې: ((معنا د ژبې او خارجي نړۍ ترمنځ رابطه ده)) يو شمېر بيا په دې عقيده دي چې: (معنا د تجربو اتحاد او اتصال دی). بل گروپ بيا فکر کوي، چې : ((معنا د سېمانتيک عکس العمل تحليل دی). يو بل عالم وايي چې: (معنا د ژبې او تجربې ترمنځ رابطه ده). مثلاً کله چې موږ يو نوم په خوله اخلو، که په تجربي جهان کې يې مدلول نه وي، نوم يې نه شو بللی؛ بلکې يو بې معنا ږغ دی، چې له خولې يې راباسو، معنا دار لغتونه تل په تجربي (خارجي) جهان کې مدلول لري، که مدلول ونه  لري؛ نوځان نقض کوونکی (Self Contradicter) دی.))

   تر ټولو  دا دوه تعريفونه نسبتاً جامع ښکاري: يو دا چې: ((د هر فرد په نظر معنا د هغه د شخصي تجربې مستقيم محصول دی)). او بل دا چې: (د يو انسان په نظر معنا د ده هغه ذهني تصوير دی، چې غواړي د مفاهمې په وخت کې د خپل لفظي او غير لفظي سلوک په واسطه بل څوک پرې پوه کړي)).

  معنا چې د اورېدونکي يا مشاهده کوونکي ذهن ته انتقال شي، په هغه کې يا احساساتي او یا روشنفکرانه عکس العمل راپاروي، او د خپل سلوک په واسطه يې منعکسوي. د دې انعکاس دوام ته سېمانتيک يا روحي حالت (Semantic Slate) وايي. دا انعکاس د موافقې په صورت کې مثبت او د تضاد په صورت کې منفي وي.

  لکه څنگه چې د دوو کسانو تجربي پروسه په کميت او کيفيت کې توپير سره لري، دغه راز د هر سړي په نظر معنا هم بېله وي او دا بېلتون يې د هر انسان د ودې په چاپېريال، ژبه، دماغي ميکانيزم، صحت، روحي حالت، تېرو تجربو، غذا، ذکاوت او داسې نورو شيانو پورې اړه لري.

    د عمومي سېمانتيک پوهانو د مطالعې موضوع عموماً د يو انسان په سلوک باندې د بل انسان د ژبې او سلوک تاثير دی، دوی دا څېړي، چې ولې او څنگه عين لغتونه او سلوکونه د مختلفو اشخاصو په نظر داسې مختلفې معناوې لري، چې زياتره وخت د خبرو اترو نتيجه اشتباه او ناوړه مفاهمه وي د معنا تيوري چې عمومي سېمانتيکيانو وړاندې کړې ده، داسې لنډوو:

 معناوې انفرادي او دهر چا په نظر ځکه بېلې دي، چې:

الف: هر انسان په مشخصه توگه معناوې درک کوي؛ يعنې د پديدو او اجسامو (واقيعتونو) د تجريد او تحديد (Abstraction) او د سېمانتيک عکس العمل د تحليل بېل طرز لري، چې دا بېل طرز د ده ځانگړي عصبي سيستم او بېلو تېرو تجربو محصول دی.

ب: د جهان ماهيت د هر انسان فرق لري، ځکه: د هر انسان په نظر ژوند د هغوی فردي پېښو مجموعه ده، چې تل په جريان کې دي او يوازې دی يې په همهغه (کيفيت) او (کميت) درک کولی شي؛ نو ځکه معناوې هم د عکس العمل ښکاره کوونکی (انسان) د ذهن او خارجي جهان يو (ترکيب) دی.

۲- هر انسان د خپلې ژبې او غير لفظي مفاهموي چينلونو او وسيلو په واسطه داسې په مشخصه توگه معناوې افاده کوي، چې له نورو انسانانو سره توپير لري؛ نو د جهان په تفسير کې د ده ژبه او سلوک هم دجهان (د ټولو پېښو مجموعه) له جوړښت سره په ځانگړې توگه  ټيک مطابقت او جوخت اړيکي لري، همدغه ټيک مطابقت او جوخت اړيکي د معناوو د توپير او بېلتون سبب دی.

۳- د انسان ژبه اصلاً د نړۍ په مقابل کې فقط د ده سېمانتيک عکس العمل يا (د ده) په نظر د نړۍ معنا منعکسوي. ژبه چې يو ځل فارمولبندي (مرتبه) شي؛ نو په راتلونکو نسلونو باندې خپل مېتافزيکيت (موجوديت) تحميلوي، او دا نسلونه يې له سره نه پيل کوي؛ بلکې له وروستني گامه يې نيسي او پرمخ يې بيايي. د نويو شرايطو او نوي جهان او پرمخ تللي اتموسفير د تشريح او تفسير لپاره پراختيا ورکوي، دا پروسه تل دوام لري.

۴- نو معناوې نه يوازې له يو فرد څخه بل ته فرق کوي؛ بلکې په هر عصر کې د واقيعت په باب معلومات او پوهه هم معناوې بدلوي. هر عصر د جهان په باره کې بېل نظر لري، يعنې جهان بېله معنا ورته لري او دا بېله معنا او بېل نظر د تحول او نسبي تکامل زېږنده دي، او د واقيعت له بدلون څخه راوځي يا د فلاسفه وو په واسطه فارمولبندي کېږي او يا لکه نن، د ساينس په واسطه فارمولبندي کېږي.

  څه رنگه چې ساينس په هر عصر کې د جهان په باب خپل نظر بدلوي؛ نو د هر عصر خلکو ته د دوی، د عصر معنا بايد د تېر عصر له معنا سره د تکامل په حکم فرق وکړي؛ نو د دې لپاره چې دا نوې معناوې او نوی نظر افاده تشريح او تفسير کړای شي، د دوی ژبه هم بايد پراختيا ومومي او بدلون په کې راشي. که وده، پراختيا، بدلون او تکامل ونه کړي؛ نو د ژبې او واقيعت ترمنځ موازنه او مطابقت له منځه ځي او خلا په کې پيدا کېږي، چې نتيجه يې تشنج او هيجان وي، د همدې تشنج او هيجان له موجوديت او نه موجوديت څخه او يايې له کميت او کيفيت څخه د يوې ټولنې د سکون او حرکت درجه او اندازه ښه څرگندېږي

  لنډه دا چې دا جهان په پرله پسې اوښتون (تحول او تکامل) کې دی؛ نو ځکه معناوې هم په بدلون کې دی:  ژبه بايد د جهان او معناوو دغه بدلېدونکی ماهيت منعکس کړي، او د جهان او معناوو دغه ارتباطي ساختمان تفسير او روښان کړای شي؛ ځکه: ژبه، معناوې او جهان رابطه سره لري.

  د عمومي سېمانتيک له ډېرو مهمو مفکورو او نظريو څخه يو هم د پېښو په مقابل کې د ژوندي موجود عکس العمل او غبرگون دی، چې له رنگارنگ سمبولو څخه جوړ شوی وي، څه رنگه چې معناوې د انسان د عصبي سيستم د فعاليت طبيعي نتيجې دي؛ نو ځکه د معنا مطالعه هم د فلسفې (خصوصاً معاصر ټاميزم) يوه برخه ده.

   خارجي جهان له پېښو ډک دی او انساني عصبي سيستم د هغو پېښو په مقابل کې عکس العمل ښکاره کوي؛ خو دا د يادونې وړ ټکی دی، چې د ټول جهان (ټولو پېښو) په مقابل کې عکس العمل نه شي ښکاره کولی. څه چې موږ وينو يايې مشاهده کوو، په اصل کې د هغه غير  لفظي واقيعت په مقایل کې زموږ د عصبي سيستم عکس العمل دی، چې هغه وينو او تر تجربې لاندې راځي، په هر شکل چې موږ جهان وينو، دا جهان په حقيقت کې د واقعي جهان او زموږ د ذهن يو مجموعي (ترکيب) او محصول دی.

  د عمومي سېمانتيک د سيستم له مخې د معنا او سمبوليزم تيوري د (جهان، انسان او تجريد) د پروسې مستقيمه نتيجه ده. په دې تيوري کې مهم ټکی (دمعناوو ارتباطي خصوصيت) دی: د شيانو معناوې په دوه سببه يوه له بلې سره رابطه لري:

۱- جهان د يوې له بلې سره تړليو پېښو ساختمان دی؛ نو دمعلوماتو او معنا يوازېنۍ محتوا ساختماني (ارتباطي) ده، د لفظي او غير لفظي ترمنځ پيوستون د هغوی (رابطې) دي. همدغه (رابطې) د بشري معلوماتو او پوهې هسته ده.

۲- معناوې د هر عصبي سيستم مخصوص عکس العملونه دي: هر عصبي سيستم مخصوص دی؛ نو ځکه هر عکس العمل يا معنا هم مخصوصه ده، يعنې معنا د انسان د اغېزمن شوي، ادراکي او تجريدي فعاليتونو يو (ترکيب) دی.)

    موږ چې د يو خارجي (زموږ له فکر او شعور نه بهر) شي په باب تر معلوماتو موندلو او د هغه د ماهيت له نسبي درک کولو وروسته د هغه په باره کې غږېږو، په حقيقت کې خپله دنننۍ نړۍ بيانوو؛ يعنې د يو شي په باب زموږ نظر په لومړۍ مرحله کې اصلاً زموږ په فکر باندې د هغه شي اغېزه ده، موږ هغه هغه اغېز بيانوو، دا داخلي اغيز ده، نه زموږ له عصبي سيستم څخه بهر پېښې، چې موږ يې په لغاتو او سمبولونو کې بيانوو؛ يعنې لغات معناوې له داخله اخلي نه له خارجه. نو په بشري عالم کې ټول مناسب عکس العملونه ښوول يا مشاهده کول د موضوع په صداقت پورې اړه لري؛ يعنې دا چې عکس العملونه بايد له چار چارپېر واقيعتونو سره رابطه ولري.

معنا يو فکر دی، فکر هغه وخت فکر بلل کېږي، چې ځان نقض نه کړي. که ځان نقض کړي، نو منطقي هستي نه لري، څه رنگه چې لغتونه معناوې افاده کوي؛ نو لغتونه بايد هم فزيکي هستي ولري (يعنې پر يوه شي دلالت وکړي او هغه شی هم تر تجربې لاندې راشي او هم منطقي هستي ولري (يعنې ځان نقض نه کړي)؛ نو معنا د کلمې او شي يا اسم او مسمی يعنې (دال او مدلول) ترمنځ رابطه ده.

ډېر و گرانو او قدرمنو لوستونکو!!

    تاسې تراوسه پورې د معنا (Meaning) او دمعنا معنا (The meaning of meaning ) په باره کې بېلا-بېل او څو اړخيز معلومات تر لاسه کړل؛ خو زه پوهېږم، چې لا تر اوسه پورې د معنا په (معنا) ښه نه يئ پوهېدلي، عمومي سېمانتيک د دغو دواړو پديدو لپاره دوه ډوله اصطلاح کاروي. يو ډول يې پاسنۍ دوه  اصطلاوې دي او بل ډول يې د معنا لپاره (The First level Message) او د معنا د (معنا)  لپاره (The second level message) اصطلاح کاروي، چې موږ يې په (سطحي او سرسري معنا) او (ژوره معنا) ژباړلی شو، غواړو د وضاحت په غرض د معنا او معنا معنا ترمنځ د توپير کولو او پېژندلو لپاره يو څو بېلگې راوړو:

 لومړۍ بېلگه:

  د احمد ښځې د چهار شنبې په مازديگر د نورې کوڅې له ښځو سره وليدل، چې تازه د (پيربلند) له زيارته راغلې وې، د خبرو اترو په ترڅ کې د کوڅې ښځو ورته وويل چې: ((موږ د پير بلند زيارت ته تللې وو او ښه ساعت مو تېر شو، نورې د هر ځای ښځې هم راغلې وې؛ خو له يو رقم- رقم رختونو يې کالي کړی وو، چې ډېر ښايسته وو او زموږ تر اوسه په سترگو هم نه وو ليدلي.

  او په داسې خياطانو يې جوړ کړی وو، چې سړی ورته حيرانېده، ښځو خو هم څه پسولونه او گاڼې ورپورې وې او څه په ډول- ډول مودونو يې وېښتان جوړ کړي وو، چې  تابه ويل له بله ملکه راغلې دي، يوه خوشحالي يوه خندا او خټ وخوټ! موږ ته راشه!

ښځو چې خبرې خلاصې کړې، د احمد د ښځې هم شوق ورپورته اوورته وې ويل: ((بله چهارشنبه پيربلند ته ځې؟ )) هغوی ورته وويل: ((هو! موږ هره چهارشنبه ځو.)) نو دې ورته وويل: ((ماته به هم ږغ راوکړﺉ زه هم ځم.)

احمد چې مازديگر له وظيفې راغی، ښځې يې ورته وويل: ((سړيه! که د تا خوښه وي، زه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د کوڅې له ښځو سره د پير بلند زيارت ته لاړه شم)) ده ورته وويل: ((ښه ده گورو به)

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com