Loy

پښتونه

27.02.2008 08:01

پښتونه
ستا دغيرت نه شه قربان دا ټول جهان پــښتــــــونـــــه
په تا وياړ يږي لراو بر ټول افغانان پــــښـــــتونــــه

اخر دښمن به په ګونډ و کړی په خپل تو ر ه با ند ې
ستا لوړهمت ته حيران شوې دی جهــــان پښتونــــــه

دزما نې ازمښت ته پاتی په خپل هو ډ کې نه شو ئ
اوس خو به ځکه په تا وياړي هرافغان پــــښتونـــــــه

ستا دزلمو دتوري شرنګ ته بلبلان نڅـــــــيــــــــږي
په تا وياړيږي نن پاس ستوري د اسمان پښتونـــــه

چې خپل غيرت درنه هير نکړي دنيکونو ارمـــــــان
ورشه وردانګه د وطن په دښمنان پښتـــــونـــــــــــه

زه به دستايمه شعرو کې چې په شا نه شی تــــــــه
تاريـــخ تازه کړه ور په شا کړه غليمان پښتونــــــه

ايمان خـــويو ده غيرت يوده وطن يو ده ګـــــــوره
په لسيزو درنـــــــه اخلی شيطانان پښتونــــــــــــه

چې د مقصد ه پــــــوری لاړې بيا نارې کړه په جار
حفيظه را شه د لته ښکار ي ستا ا رما ن پښتو نه



 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com