Loy

زما ژوند زما مينه

11.03.2008 11:06

زما ژوند زما مينه

په ژوند کې مې چې تر ټولو ښکلی انځور وليد

ستاهغه عاشقانه او معصومانه نظر و

د ژوند تر ټولو ښکلې خبرې مې چې اورېدلي

هغه ستا مينه ناک سکوت و

د ژوند تر ټولو ښکلي احساسات مې

(تاسره مينه لرم) ويل و

د ژوند تر ټولو ښکلی انتظار مې

ستا د ليدلو انتظار و

د ژوند تر ټولو ښکلې شېبې مې

له تا سره اوسېدل و

د ژوند تر ټولو ښکلې ډالۍ مې

تاته د محبت ډالۍ وه

ماته د ژوند ترټولو ښکلی پيغام

ستا دمينې پيغام وو

تر ټولو ښکلی يوازيتوب مې

ستا لپاره ژړا وه

تر ټولو ښکلی اعتراف مې

ستا مينه وه

د ژوند تر ټولو ښکلې نغمه مې

ستا د ښکنځلو په تورو کې د مينې شعر و

او د ژوند ښکلی ملګری مې ستا  رالېږلي ليکونه وو

يوازې دا نه

زما د ژوند تر ټول ښکلي ميلمانه ستا رالېږل شوي غمونه وو

ستا هر څه ماته مينه وه

او

ستا له  هر څه سره مې مينه لرله اولرم به يې

 

 

ستاسې

 ر. ستانکزی


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com