Loy

نننۍ رسنۍ او ژبنۍ تېروتنې

15.03.2008 11:49

 

نننۍ رسنۍ او ژبنۍ تېروتنې

داچې د ډله يزو رسنیو څخه دټولنې ډیری وګړي ګټه اخلي اوداچې نن سبا ډیری رسنۍ د یو هیواد په ودانولو ورانولو دوګړو په فکري لوړتیا ،روڼ اندۍ، پوهې، ښوونې او په ځانګړې توګه خبرونه کې مهمه ونډه لري.

داټول د ژبې پورې اړوندي لري چې د دې  له مخې د ژبې یو بل ارزښت هم جوتیدای شي .

ډلېزې رسنۍ کوښښ کوي داسې ژبه وکاروي چې که دټولو نه وي نو د ډیرو وګړو د پوهیدا وړ خو وي  ګړدود یې باید کره وي ، اصطلاحاتو سره یې د ټولنې وګړي بلدتیا ولري ، ژبه یې د ژبې د ټاکلي ګرامري چوکاټ برابره وي اوداسې لغات او اصطلاحات پکې کارول شوي وي چې په اسانۍ سره ترې اوریدونکي یا لوستونکي مفهوم اومطلب واخیستلای شي.

خو زمونږ د هیواد په ډلیزو رسنیو کې ځینې داسې وګړي په کار ګمارل شوي چې زیات نه زیات یې یواځې دولسم ټولګی څه مات اوګوډ لوستی وي یا داچې په یو څو کږو وږو لیکنو او یا یو څو شعرونو باندې په رسنیو کې د کارکولو وړ ګڼل شوي وي . ددغو انډیوالانو چې په غوږ هرڅه ښه ولږي او هرڅه چې خوند ورکړي که هغه کره وي او که ناکره په ګرامري قانون برابر وي او کنه که لوستونکی او یا اوریدونکی ترې ټاکلی مفهوم واخیستلای شی او کنه خو چې ددوې خوښه وي استعمالويي.

یو څو ورځې مخکې مې د شمشاد ټلویزون یوه خپرونه چې نیغ په نیغه خپریږي کتله خپرونه یوه داسې ویاند چلوله چې شمشاد ټلویزون یې دخپلو تکړه ویاندویانو به ډله کې شمیري . ویاند غوښتل چې د خدای بخښلې ملنګ جان یو شعر دکلمه کړي مخکې له دې چې شعر ووایي ویې ویل:

«دخپرونې پدې برخه کې د هیواد د یوډیر مرحوم شاعر شعر دکلمه کوم»

هغه وايې کنه چې : کارغه دزرکې پیښې کولې خپلې یې هیرې کړې

دې ورور غوښته چې ملنګ جان ته ډیر احترمانه الفاظ وړاندې کړي خو.....

ګرانه وروره! کوم قید چې تاسو د مرحومیت لپاره وضعه کړ داما په لومړي ځل ولید او په لومړي ځل اورم چې په مرحومیت کې هم ډيروالی او لږوالی شته خو نه پوهیږم چې (ډیر مرحوم) او (لږمرحوم) د کوم معیار له مخې ټاکل کیږي؟

هغه ورځ   د اریاناټلویزون خبرونو ته غوږ وم د خبریال څخه مې واوریدل چې ویل یې:

«ددغه پریکړه له مخې.........»

دلته د جملې  مانا ته زیان رسیږي او باید چې د پریکړه پر ځای پریکړې راشي یعنې سم شکل یې داسې دی ( ددغې پریکړې له مخې....)

نه پوهیږم یا خو خبریال پښتو ژبه ددوهمې ژبې په توګه زده کړې وه او یا خودا هم دپورتنیو وګړو له ډلې څخه وو.

یواځې دانه بلکې ډیرې داسې نور رسنې چې نړیوالې دي  خو ځینې وخت داسې ژبنې تیروتنې کوي چې که چا پښتو د یوې بهرنۍ ژبې په توګه زده کړې وي نو مانا تري نه شي اخیستای

 په دغه  رسنیو کې د( پر،په، )په استعمال کې زیاتې تیروتنې کیږي چې ددغو په بیځایه استعمال سره د غونډلې(جملې) مانا تغیر خوري.

هغه ورځ مې د اشنا راډیو نه واوریدل چې د(...... هیواد د بهرنیو چارو  وزیر له کابله څه کتنه وکړه)

که چا پښتو د یوې بهرنې ژبې په توګه زده کړې وي اویا کوم کوچنې چې په ټیټو ټولګیو کې زده کړه کوي دا خبره واوري او یا یې  ولولي ددې څخه به دا مانا واخلي چې ګوندې کابل کومه کړکۍ ده او دې وزیر ورڅخه دباندې وکتل.

دغه پورتنې اوداسې نور ې تیروتنې او نیمګړتیاوې د رسنیو اهمیت راټیټوي او بل

 ستر تاوان  یې ژبې ته رسیږي او په ژبه کې د ګډوډیو او رنګارنګیو د رامنځ ته کولو سبب ګرځي .

په درنښت

حسیب الله (شینواری)

Haseebnsh@hotmail.com

 

 

  

 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com