Loy

چې ټول پوه شي

31.03.2008 13:29

چې ټول پوه شي

 زما د مړينې وروسته زما جسد په تور تابوت کې کېږدﺉ

چې ټول پوه شي، ټول ژوند يې په تياره کې تېر کړی

د تابوت څخه مې لاسونه را وېستلي پريږدﺉ

چې ټول پوه شي، هغه څه يې چې غوښتل ورته نه دي رسېدلي

سترګې مې خلاصې پرېږدﺉ

چې ټول پوه شي، د چا په تمه له دې نړۍ څخه کوچېدلی

د قبر پر سر مې د يخ (واورې) يوه ټوټه کېږدﺉ

چې د باران په څېر اوښکې راته تويې کړي

او په شناخته مې هېڅ مه ليکی

په دې خاطر

چې د ټولو هېر شم

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com