Loy

اړين معلومات

02.04.2008 09:29

د ايمان تعريف

ايمان په لغت کې باور ، يقين ، تصديق او امن ته وېلی کيږي ، ډاډ او اطمېنان ته وېل کيږي ، او په شرعي اصطلاح کې فقهاو د ايمان جامع تعريف داسې کړی دی :
الا يمانُ هُوَ عَقْد بِالقلبِ ، وَ قَول بِا للسَانِ ، وَ عَمَل بِالجَوارِحِ ، يَزِيدُ بِالطاعَتهِ وَ اَ عمَالِ الصالِحَتهِ، ويَنقُصُ بِالمَعصِيَتهِ .
ايمان پر زړه باندې باور، تصد
يق ، يقين ، پر ژبه اقرار او په اندامونو باندې شرعي عمل ته ويل کيږي ، په طاعت او نورو نېکو اعمالو سره ايمان زياتيږي ، غوره عقيده په معصيت او ګناه کولو سره کميږي.

د ايمان ډولونه

ايمان په دوه ډوله دى .
ايمان تفصيلي او ايمان اجمالي :
هغه شيان چې بيان يې په اجمالي توګه شوى او په يقيني او قطعي توګه له دين څخه دي اجمالي ايمان راوړل فرض دي ,او هغه څه چې تفصيلي ذكر يې شوى او په يقيني او قطعي توګه له دين څخه دي تفصيلي ايمان ورباندي راوړل فرض دي .

اجمالي ايمان :

آمنت باالله كماهو باسمائه وصفاته وقًبلتُ جميع احكامه
ژباړه : ايمان مې راوړى په خدای جل جلاله لكه څنګه چې دا ايمان فرض دى په نومونو دخدای او فرض دى دا ايمان راوړل په صفتونو دخدای جل جلاله او منلي دي ما ټول احكام دخدای جل جلاله .

تفصيلي ايمان :

آمنت باالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر والقدر خيره وشره من الله التعالى والبعث بعدالموت
ژباړه : ايمان مې راوړى په خدای جل جلاله چې يو دى اوايمان مې راوړى په پرښتو دهغه چې شته او هغه خدای جل جلاله پيدا كړي او ايمان مې راوړى په كتابونو دخدای جل جلاله چې دهغه له لورې رانازل شوي اوايمان مې راوړى په رسولانو دخدای جل جلاله چې دهغه له لورې رااستول شوي او ايمان مې راوړى په وروستۍ ورځ (دقيامت چې شته او راتلونكی دی ) او ايمان مې راوړى پدې چې اندازه دښيګڼې او نه ښيګڼې دالله تعالى له لورې ده او ايمان مې راوړى پدې چې له مړينې وروسته بيا ژوندون شته .

د الله تعالی نومونه او صفات

د الله تعالی د هغو مبارکو نومونو او صفاتو شمېر چې په قرآن کريم کې مذکور دي نبي کريم صلی الله عليه وسلم نهه نوي (( يو کم سل )) ښودلي دي .

هُوَ اللَّهُ الَّذِي لا إلَهَ إلاَ هُوَ الرَّحْمَنُ ، الرَّحِيمُ ، الْمَلِكُ ، الْقُدُّوسُ ، السَّلاَمُ ، الْمُؤْمِنُ ، الْمُهَيْمِنُ ، الْعَزِيزُ ، الْجَبَّارُ ، الْمُتَكَبِّرُ ، الْخَالِقُ ، الْبَارِئُ ، الْمُصَوِّرُ ، الْغَفَّارُ ، الْقَهَّارُ ، الْوَهَّابُ ، الرَّزَّاقُ ، الْفَتَّاحُ ، العَلِيمُ ، الْقَابِضُ ، الْبَاسِطُ ، الْخَافِضُ ، الرَّافِعُ ، الْمُعِزُّ ، المُذِلُّ ، السَّمِيعُ ، الْبَصِيرُ ، الْحَكَمُ ، الْعَدْلُ ، اللَّطِيفُ ، الْخَبِيرُ ، الْحَلِيمُ ، الْعَظِيمُ ، الْغَفُورُ ، الشَّكُورُ ، الْعَلِيُّ ، الْكَبِيرُ ، الْحَفِيظُ ، المُغِيثُ ، الْحسِيبُ ، الْجَلِيلُ ، الْكَرِيمُ ، الرَّقِيبُ ، الْمُجِيبُ ، الْوَاسِعُ ، الْحَكِيمُ ، الْوَدُودُ ، الْمُجِيدُ ، الْبَاعِثُ ، الشَّهِيدُ ، الْحَقُّ ، الْوَكِيلُ ، الْقَوِيُّ ، الْمَتِينُ ، الْوَلِيُّ ، الْحَمِيدُ ، الْمُحْصِئُ ، الْمُحْيِئُ ، الْمُبْدِئُ ، الْمُعِيدُ ، الْمُِميتُ ، الْحَيُّ ، الْقَيُّومُ ، الْواحِدُ ، الْمَاجِدُ ، الْوَاجِدُ ، الصَّمَدُ ، الْقَادِرُ ، الْمُقْتَدِرُ ، الْمُقَدِّمُ ، الْمُؤَخِّرُ ، الأوَّلُ ، الآخِرُ ، الظَّاهِرُ ، الْبَاطِنُ ، الْوَالِي ، الْمُتَعَالِي ، الْبَرُّ ، التَّاَّابُ ، الْمُنْتَقِمُ ، العَفُوُّ ، الرَّؤُوفُ ، مَالِكُ الْمُلْكِ ، ذُوالْجَلاَلِ وَ الإكْرَامِ ، الْمُقْسِطُ ، الْجَامِعُ ، الْغَنِيُّ ، الْمُغْنِي ، المَانِعُ ، الضَّارَّ ، النَّافِعُ ، النُّورُ ، الْهَادِي ، الْبَدِيعُ ، الْبَاقِِي ، الْوَارِثُ ، الرَّشِيدُ ، الصَّبُورُ

اسماني کتابونه او صحيفې

تورات په موسى عليه السلام (وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ )سورة البقرة87 آيت .
انجيل په عيسى عليه السلام (وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ) سورة الحديد27 آيت .
زبور په داود عليه السلام (وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُوراً {55}سورة الاسراء .
قرآن په حضرت محمد صلى الله عليه وسلم رانازل شوى .
همداراز دوتلي مفسر علامه آلوسي بغدادي رحمه الله له وينا سره سم د صحيفو شميره سل ده چې پنځوس يې په حضرت شيث عليه السلام نازلې شوې وې . ديرش يې په ادريس عليه السلام نازلې شوې وې .لس يې په حضرت ابراهيم عليه السلام نازلې شوې اونورې لس يې په حضرت موسى عليه السلام دتورات تر نزوله مخکې نازلې شوې وې .

 اولــه : كلـمـهْ طـيبـه:
لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله  رسو ل دى .
دوهــمه : د شـهادت كلــمـه
اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
ژباړه : زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد e يي بنده او رسول دى.
دريــمـه : د تـمجــيد كلــمــه
سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم
ژباړه : خداى  پاك دى ستاينې هغه لره دي له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، خداى  لوى دى له ګناوو دساتنې اود نيكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي هغه دلويي او شوكت څښتن دى .
څــلـورمـه : دتـوحيـد كلـمـه
لااِلَهَ اِلااللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير .
له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، سيال نه لري پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي ، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت اوشوكت څښتن دى او ښېګڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى .
پنـځـمـه كلـمـه : د استـغـفا ر كلـمـه
اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفََّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم .
ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګنا څخه چې په قصداويا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په درباركې له هرې ګناڅخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم
په تحقيق سره خدايه ! په پټو رازونو خبر يې ! دعيبونو پټوونكى، دګناوو بښونكى يې ! له ګناڅخه دساتنې اوښوكارونودكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره دلويي اوشوكت څښتن يې !
شپــږمــه : لـه كفـره دبـې زارۍ كلـمـه
اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الِلاالله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ خدايه ! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهيږي اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكوسپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه، اوماايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله  رسو ل دى

 اسلام له پنځو شيانو جوړدى

لومړى : اقراراو باور كول دي پدې چې خدای جل جلاله شته او يو دى او حضرت محمدصلى الله عليه وسلم يې رسول او پيغام وړونكى دى او هغه څه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دخدای جل جلاله له لورې راوړي ريښتيا او حق دي .

دوهم : لمونځ كول ,نو هغه سړى چې دلمانځه له فرضوالي منكر وي كافر بلل كيږي , او هغه څوك چې فرض والى يې مني خو كوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

دريم : درمضان دمياشتې روژې نيول ,نو هغه څوك چې درمضان دمياشتې فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرض يې بولي مګر نيسي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

څلورم : دزكوة وركول , نو هغه څوك چې دزكوة فرضوالى نه مني كافر دى , او هغه څوك چې فرضوالى يې مني مګر وركوي يې نه هغه ته فاسق ويل كيږي .

پنځم : دحج كول په هغه چا چې دلارې وس او ځواك ولري , نو هغه څوك چې دحج له فرضوالي منكر وي كافر دى , او هغه څوك چې فرض والى خو يې مني مګر له ځواك درلودلو سربيره يې نه ادا كوي فاسق دى .
والله تعالى اعلم باالصواب

 

يادونه: دا ليکنه ماته د برېښناليک له لارې يوه ملګري را استولې ده، چې هغه ته هم بل چا په برېښناليک کې وراستولې وه، نو نه  پوهېږم، چې دا ليکنه به د چا وي، زه يې هم پرته له نومه خپروم.

 

جلات خان عورف صېف الله مسلېم ېار 29.12.2009 15:37

څومره شه معلو مات تا سو مونږ ته مهېا او اما ده کړې دې هر چا چې دا افغانې ، ا نسا نې ، او ا سلا مې وظېفه او دند ه تر سره کړ ې ا لله ج دۍ هغه ته ېا هم تا سو ته په دواړو جهانونو هم په دۍ دونېا اوهم په هغه دونېا په جنت فردوس کې ځا ې په نسېب کړ ې او زه نه پو هېږم سې تا سو نو ر په سرنګه ا لفا ظو و ستا ېم خو بېا هم وا ېم سې الله مو روغ جوړ خوش خوشحاله تورېالې برېالې نګېالې او د اسلام په لاره همېشه برا بر او ًپه مخ روان دوان لره باقې جلا ت خان [صېف الله ] مسلېم ېار د و تا ڼې د جلا ل ا با د د شهر څخه Email Add: alam_dik@yaoo.com <br /><br /> او ها ن اېا مونږ کولاي شو سې دا ستا سو د وېب څخه کو م معلوما ت ترلاسه کړو ا چازه شته او کنه فقت وسلام <br />باقې وسلا م

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com