Loy

د حضرت محمد (ص) ژوند ليک

07.04.2008 08:21

د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوندليک

 ( لومړۍ برخه )

په دې برخه کې لوستی شئ  :

دنبوي نسب لړۍ
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره
درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس

دنبوي نسب لړۍ

رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ يې داده :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .
له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :
عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام .
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه ددوشنبې په ورځ چې د571 م كال داپريل دمياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , او عبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا دابو لهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل ,او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې اوماشومان به يې وړل .
درسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ,درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او دماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست 
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چې حليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چې محمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.

 درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره
درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .
درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس
په نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي .
ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله .
يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه .
درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې .
نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو.
د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې .

د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوندليک ( دوهمه برخه )

   په دې برخه کې لوستی شئ  :

درسول الله صلى الله عليه وسلم ذاتي ځانګړتياوې
درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې

-نبوي ځانګړتياوي :

داځانګړتياوې دوه ډوله دي : ذاتي او نبوي
ذاتي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دامت په مقابل كې وركړل شوي دي , او نبوي ځانګړتياوې هغه دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دنورو انبياوو په مقابل كې وركړل شوي دي .
الف- درسول الله صلى الله عليه وسلم ذاتي ځانګړتياوې :

نبوة او دنبوة لوازم لكه وحي ,الهي انباء , دحضرت جبرايل عليه السلام راتلل ,او داحكاموتنسيخ , داټول هغه څه دي چې دامت افرادو ته ندي وركړل شوي .بلكه دامت افرادو ته يواځې ريښتينى خوب ,كشف او الهام پاتې دي .
عام مسلمانان پدې شرط چې عدل وساتلی شي يواځې څلور ښځې په نكاح كولای شي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم تر څلورو زياتې ميرمنې هم په نكاح اخيستې شوې .
عام مسلمانان كولای شي چې داهل كتابو له ښځو سره نكاح وكړي خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا اجازه نه وه او داځانګړتيا يو قيد وو .
رسول اله صلى الله عليه وسلم ته دا اختيار وركړل شوى وو چې په موجوده نهو بيبيانو كې څلور ځان ته ورنژدې كړي او نورې سره له دې چې دپيغمبر صلى الله عليه وسلم دنكاح شرف يې درلودخو له ځان څخه يې لرې كړې اوپدې غوراوي كې يې رد او بدل هم كولای شو .
درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته دهغه پاكې بيبيانې هيچا هم نشوای په نكاح كولای .
دشپې لمونځ (تهجد) دعام امت لپاره مستحب دى خو په رسول الله صلى الله عليه وسلم فرض وو .
دڅاښت لمونځ په رسول الله صلى الله عليه وسلم دفرض لمانځه په څير واجب الادا وو .
رسول الله صلى الله عليه وسلم به دمازديګر تر لمانځه وروسته هم دوه ركعته لمونځ كاوه خو امت ته تر مازديګر وروسته او تر ماښام له مخه لمونځ كول روا ندي .
دامت لپاره پر له پسې(بې له روژه ماتي كولو) روژه نيول نه دي روا ,خو رسول الله صلى الله عليه وسلم به څو ورځېپه پرله پسېتوګه پرته له ماتولو روژه نيوله .
درسول الله صلى الله عليه وسلم اودټول اهل بيت لپاره دزكوة دمال خوړل ناروادي .
ب ــ درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوې
له حديثو څخه څرګنديږي چې درسول الله صلى الله عليه وسلم نبوي ځانګړتياوېپه لاندېډول دي :
رعب او نصرت :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم وړاندېدنبيانو مادي ځواك لږ وو, او كه به دحضرت موسى او حضرت داود او حضرت سليمان عليهم السلام په څير نبيانو مادي ځواك درلودهم مګر رعب ورسره نه وو, خو له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دمادي ځواك ترڅنګ دومره رعب هم وو چې ډير زورور خلك پرته له جګړې كولو څخه دتسليمې کړۍ ته راغلل .

 دسجدې عام ځای :
تر رسول الله صلى الله عليه وسلم دمخه نبيانو قرباني او عبادت له ځانګړيو ځايونو پرته بل چيرې نه وو روا, خو درسول الله صلى الله عليه وسلم دين په ځانګړو ځايونو پورې ندى تړلى ,هر ځای سجده ,دعا او قرباني كيږي .

دپيروانو ډيرښت :
ډيرى انبيا عليهم السلام داسې تير شوي چې دامتونو شميره يې دګوتو تر شمير نه ده اوښتې , خو محمدي امت آن درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند كې دومره ډير وو چې دحجة الوداع په مهال نژدې سل زره كسان درسول الله شاو خوا راټول وو اودلبيك اللهم لبيك نارې يې وهلې .
عامه بلنه :
پخوانيو نبيانو به يواځې يوه قوم يا يوه هيواد يا ديوه مهال لپاره مبعوث كيدل خو دمحمدي رسالت لمن له انسانانو څخه پرته آن تر پيريانو هم واوښته او پيريانوته يې هم سمې لاري ته دراتلو بلنه وركړه .
جوامع الكلم :
پخواني كتابونه او صحيفې يو هم جامعيت نه لري ,په ځينو كې يواځې دقومونو تاريخ دى ځيني يې بيا دعقيدې برخې بيانوي او ځينې نور يې هم داسې درواخله خو قرآنكريم هغه يواځينى جامع كلام دى چې د دين او دنيا ټول ګوټونه يې روښانه كړي ,عقايد ,اخلاقيات ,اومعاملات هرڅه پكې شته هرچا څه ترې ايستلي كه څه هم دقرآنكريم ډيره برخه مباركوحديثو واضحه كړې خو بيا يې هم باريكۍ پاتې دي .
ددين پوره والى :
الهي دين چې له آدم عليه السلام څخه رانيولی بيا تر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم پورې يودين وو او دانبياوو له خوادهمدې يوه دين اصولو ته بلنه كيدله همدا دين دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم په بعثت او بلنه سره بشپړشو .
دنبوت پای ته رسيدل :
درسول الله صلى الله عليه وسلم په سپيڅلي ذات ټول پيغمبرانه نعمتونه پای ته ورسيدل ,او دنبوت لړۍ هم پای ته ورسيدله ,اوپدې ډول نو نړيوال دبل پيغمبر دراتګ له انتظار څخه خلاص شول .
تلپاتې معجزه :
دنوروانبياوو معجزې دهمهغه مهال لپاره وې ,خو محمدي معجزه دتل لپاره ده .كه قرآنكريم په هغه مهال دعربو دادب او شاعرۍ په ډګر كې معجزه وه ,خو نن دژوند په هر ډګر كې معجزه ده , دانساني ماغزو نوې لاس ته راوړنه (كمپيوټر) هم نن نارې وهي چې قرآنكريم يوه معجزه او له هر ډول لاس وهنې څخه خلاص يو كتاب دى .
دشفاعت كولو مقام محمود :
په هغه ورځ چې انسانان دمايوسۍ په حالت كې حضرت آدم عليه السلام ,حضرت نوح عليه السلام ,حضرت ابراهيم عليه السلام , حضرت موسى عليه السلام ,او حضرت عيسى عليه السلام ته ورشي اودشفاعت غوښتنه ترينه وكړي , هر يوبه خپل خپل عذر ورته ووايي او په نفسي نفسي نارو به سر وي خو چې ددواړو كونو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته ورشي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به دلوی پالونكي په درباركې عرض وكړي , دخدای جل جلاله له لورې به ورته دشفاعت كولو اجازه وركړل شي او دې ته مقام محمود ويل كيږي دكوم چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دقرآنكريم په سورة اسراء كې ژمنه شويده .

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com