Loy

سوله موارمان

28.04.2008 07:18

سوله موارمان
اې دکايئنا تو ستر واکد ار ربه
ا ې د قد رتونو صلا ح کا ر ر به
ختم د ا نفاق کړه ولسونوکې
ور کړه ديوسولې اقتدارربه
****
څوپورې قتلونه او مرګونه وي؟
څوپورې ماتم اوداويرونه وي؟
څوپورې غضب اوستاقهرونه وي
څو پورې ناڅاپه ماتمونه وي؟
****
څو پورې به ميندۍخپل زلمي خښ کړي
خپل د زړه ټو ټې او ګلالي خښ کړي
تړمې تړمې توې کړ ل زيارتو نو کې
څو پورې به پيغلې خپل زړګي خښ کړي
****
بس ده قهر نوره مو توبې واخله
دا د غم ماتم ترخه شيبې واخله
ډيرډيرماتمونه کوربنۍ شولې
د ا د ماتمونو سلسلې وا خله
****
نورمونږپه خپل ژوندکې ساه نيولي يو
ستا دغه ويرجن لحظونه ستړي يو
بيا مونږ ته زمونږ د ژوند معنا راکړه
دغه بدر نګو نو ته ښکلا ر اکړه
****
سوله موده ژوندسوله ايمان غواړو
سوله کې ازادژوند دافغان غواړو
سوله مو جهان د اوو لسونو د ی
سوله دحفيظ د زړ ه ارما ن غواړو
ز رلښته حفيظ

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com