Loy

داخترونو لمونځ او د تېروتنې سجده

28.04.2008 08:27

داخترونو لمونځ

ددواړو اخترونو (كوچني او لوی) لمونځونه دوه دوه ركعته كول واجب دي .او د دواړو لمونځونو لپاره اذان او اقامت نشته .
داداكولو طريقه يې څه داسې ده :
تر هرڅه له مخې دې داسې نيت وكړي ?
زه دعيد الاضحى يا عيد الفطر لمونځ سره له هغو شپږو تكبيرونوچې واجب دي په ما باندې پدې امام پسې كوم مخ مې كړى لورې دكعبې ته .
بيا دې لاسونه غوږونو ته پورته كړي او (الله اكبر)دې ووايي او لاسونه دې تر نامه لاندې وتړي او ثناء
(سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولااله غيرك)
دې ووايي بيا دې لاسونه غوږو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا لومړى تكبير شو , بيا دې په دوهم ځل (الله اكبر) ووايي او لاسونه دې غوږو ته يوسي او بيا دې ايله پريږدي دا دوهم تكبير شو , بيادې په دريم ځل (الله اكبر ) ووايي او لاسونه دې غوږو ته يوسي او پدې ځل دې لاسونه تر نامه لاندې وتړي دا دريم تكبير شو , اوس به نو امام قرأت پيل كړي او دنورو لمونځونو په څير به دا ركعت پوره كړي .
كله چې دوهم ركعت پيل شي نو امام به قرأت ووايي او دقرات له فراغت نه وروسته دې (مخكې تردې چې ركوع ته ولاړ شي ) لاسونه غوږو ته پورته كړي او (الله اكبر) دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا لومړى تكبير شو ,بيا دې لاسونه غوږونو ته پورته كړي او (الله اكبر)دې ووايي او لاسونه دې ايله پريږدي دا دوهم تكبير شو, ,بيا دې په دريم ځل بيا (الله اكبر) ووايي او لاسونه دې غوږو ته پورته كړي او ايله دې كړي دا دريم تكبير شو, بيا دې بې له لاس پورته كيدو (الله كبر) ووايي اوركوع ته دې ولاړشي .بيا دې دغه ركعت هم دنورو عادي ركعتونو په څير پوره كړي .
بيا دې امام خطبه ووايي او خلك دې پټه خوله كيني او خطبه دې واوري ,ځكه چې ددې خطبو اوريدل هم واجب دي . په اخترونو كې هم دجمعې په څير دوه خطبې دي , اوامام ته ددواړو خطبو تر منځ ناسته سنت ده .
والله تعالى اعلم باالصواب

په لمانځه کې د تيروتنې سجده

كله چې څوك لمونځ كوي نو كله ناكله له هغه څخه په لمانځه كې تيروتنه هم كيږي ,نو كه يو څوك په لمانځه كې تيروځي نو دهغه دلمانځه دسم والي لپاره په هغه باندې دتيروتنې سجده (سجدۀ سهوه) ضروري ګڼل كيږي ,دا چې په كومو تيروتنو سره په لمونځ کوونکي باندې د تير وتنې سجده واجبيږي د دې پوښتنې په ځواب كي ښايي وويل شي چې :
1- كله چې دلمانځه له واجباتو نه كوم يو پاتې شي نو دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي .
2- كله چې دلمانځه دكوم واجب په اداكولو كې تاخير راشي نو هم دتيروتنې سجده ضروري بلل كيږي .
3- كله چې دكوم واجب څيره وربدله شي دساري په توګه په جهري لمونځ كې خفا وشي يا په خفي لمانځه كې قرائت وشي نو پدې صورت كې هم د تيروتنې سجده ضروري ګڼل كيږي .
4- د ډيرى علماوو په آند په فرضو كې د تاخير په صورت كې هم دتير وتنې سجده اړينه بلل كيږي .

دسجدې ادا كولو طريقه

دسجدې كولو طريقه څه پدې ډول ده چې -كله تيروتنه رامنځته شوه نو خپل لمونځ په خپل حالت جاري ساتل پكاردي خو كله چې په آخري التحيات كيناستلې نو تر تشهد (اشهد ان لا اله الاالله واشهد ان محمدا عبده ورسوله) پورې به يې ولولې او(په اصح قول) يواځې ښي لورې ته به سلام وكړې او بياه به دالله اكبر په ويلو سره سجدې ته ټيټ شې او دوه سجدې به دنورو سجدو په څير اداكړې او بيا به التحيات له پيله تر پايه پورې ووايې كله چې دې التحيات پوره كړ نو دواړو لورو ته به سلام وګرځوې.
كه په يو لمونځ کې (دساري په توګه دسهار په دوو ركعتونو يا دماسپښين په څلوروركعتونو كې) له يوې نه ډيرې تيروتنې رامنځته شوې وې نو دټولو تيروتنو دجبيرې لپاره يوځل سجده كول كافي بلل كيږي .

د تلاوت سجده

په قرآنكريم كې ټولې (14 ) سجدې دي او د سجدې لرونکي آيتونه په قرآنكريم كې د (السجدة) په توري په نښه شوي دي , او په خوا كې يې ورسره شمېره هم ليكلي وي چې دا لومړۍ سجده ده يا دوهمه يا دريمه يا............يا څوارلسمه .
دسجدې دآيت دتلاوت په پای كې دسجدې كول واجب دي , او دسجدې كولو طريقه يې داسې ده چې :
كله يې دسجدې آيت تلاوت كړ نو پورته دې شي او نيت دې وكړي چې :

نويت ان اسجد لله تعالى , لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة الشريفة

كله چې يې دا نيت وكړ نو دتكبير (الله اكبر) په ويلو سره به د لاسونو پورته كولو او ركوع كولو پرته سيخ سجدې ته ولاړشي او يوه سجده به وكړي او په هغې كې به درې يا پنځه يا اووه ځله تسبيح (سبحان ربي الاعلى ) ووايي او سربه راپورته كړي .


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com