Loy

ژمنه کوم

19.05.2008 11:41

زه له ځان سره ژمنه کوم، چې نور به مې زړه ستا لپاره نه په تنګيږي

ژمنه کوم، چې ستا د غږ له خواږه ترنم سره به مې د سترګو له اسمانه باران نه اوري.             

 ژمنه کوم چې نور به دې له يادونو سره ژوند نه کوم

ژمنه کوم، چې نور به دې په لاس ليکلي ليکونه نه لولم

خو ډېر ښه پوهېږم، چې خپلې ژمنې ته ژمن نه شم پاتې کېدی

ځکه چې:

په رښتيا هم تا له مانه ځان بېل کړ،

خو!

که تاسو يوازې خپل وجود زمانه واخيست

خو يادونه دې زما سره په زړه کې شته دي

ته هېڅ وخت هم نه شې کولی چې دا پاتې شوې نښه دې له ما واخلې

او بیا هم ژمنه کوم، چې دا نښه به دې د ژوند تر پايه راسره ملګرې وي

په ډېره مينه ستاسې

مينه وال


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com