Loy

د اوښکو ډالۍ

20.05.2008 08:14

راليږونکی :امان الله نصرت
د راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.com
نيټه : 20-05-2008

د اوښکو ډالۍ

ستا حسن به د زړه په پرهرونو کې کرو
خندا به دې د اوښکو په موجونوکې کرو

لاسونه به دې تاو کړمه سپوږمۍ له سپينې غاړې
ستا ښکلې پلوشې په منزلونو کې کرو

تيارو راڅخه وړى سپين سبا دى دا څو کا له
ستا څرک اى رڼا ځکه منزلونو کې کرو

دسولې ښاپيرۍ کله به رسو ستا درشل ته
د وصل تلوسې دې په فکرونو کې کرو

تقدير مونږه له هست څخه يو مخکې نا بود کړي
ژوندون چې مرګ نه مخکې په قبرونو کې کرو

ما ويل ګوندې اختر که مو دې شاړ کلي ته راشي
نکريزې په زخمي- زخمي لاسونو کې کرو

پيغام د سولې امن ګوندې راوړي ګران هيواد ته
ګلونه د نارنج د جنګ اورونو کې کرو

د پيغلو په قبرونو که بيا شنه ښکلي چنار شي
شهيد - شهيد منګي په ګودرونو کې کرو

سپرلي د زمانې به په سجدو کړو ستا ښکلا ته
وطنه دا ستا مينه به په زړونو کې کرو

اي ښکلى ننګرهاره اى د سرو ګلونو هاره
وږمې به دې په زلفو ولونو ولونو کې کرو

نصرته ! ستا د زړه دنيا ده ډکه له تڼاکو
تنکي - تنکي زخمونه دې ګلونو کې کرو

امان الله نصرت


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com