Loy

اوښکې

21.05.2008 08:41

راليږونکی :امان الله نصرت
د راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.com
نيټه : 20-05-2008

اوښکې

ماتې دې ګلڅانګې تاندې تاندې کړې
ښکلې ګل غوټۍ دې خاورو لاندې کړې

اى د وخت خزانه دادې څه وکړل
غوڅې دې زمونږ د زړونو مراندې کړې

وايه انتقام د کوم تقصير اخلې
غوښې دې انګار کې لاندې باندې کړې

مه ږده قدمونه د چنګيز په پل
اوښکې دمظلومو دې بهاندې کړې

دا په کوم سوغات کې په جامونو کې
وينې دې رقيب ته زمونږ وړاندې کړې

درومو په ميړانه د حسين په لار
هرخوا مو دحق جنډې رپاندې کړې

غوڅ که مو سرونه شول خو ټيټ نه شول
پاڼې د تاريخ مو لا ځلاندې کړې

دا خو واړه ستا د زوال نښې دي
سترګې د نصرت که دې ژړاندې کړې

امان الله نصرت


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com