Loy

هسکې مينې ولسوالۍ ته تللی وم

09.07.2008 13:15

هسکې مينې ولسوالۍ  ته تللی وم

(ددې يون ليک څخه زما يوازينې موخه دهغو ناخوالو راوړل دي چې زه ورسره داځل مخ شوم)

داخو ډير پخوانی متل دی چې هر چاته خپل وطن کشمير دی خو بيا هغه ځای چې چا پکې دماشومتوب شپې ورځې تيرې کړې وي ډير خوږ لږي او انسان پکې دارام احساس کوي. ما هم خپل ماشومتوب په هسکه مېنه ولسوالۍ کې کوم چې زما اصلي استوګنځای دی تير کړی نو دهغه ځای هوا، خلک، ژوند، شنې درې، د چينارونو سيوري، دمال پيول، ژرندې ته غلې دانې وړل .... ډير خوند راکوي او په داسې يو فصل کې چې انځر او توتيان ښه پاخه وي .

ددفتر رخصت پاڼه مې ډکه کړه او وروسته دمنلو نه د پنجشنبې په غرمه له کابله وخوځيدم، له جلال اباد نه مې خپل همزولی اودکوچنيوالي دوخت ملګری او دماما زوی فريد احمد هم له ځانه سره ملګری کړ او روان شو. په  اډه کې مويو فلاينګ کوچ موټر پيداکړ چې دهسکې مېنې خوا ته ته موږ هم په اخير سيټ کې کيښناستو، خدای(ج) شته چې ځای مو ډير تنګ و ، دپښولاندې مو د سرې (کود) بوجې پرتې وې او په يو سيټ کې څلور تنه ناست و خو هغه وايه چې زړه تنګ نه وی ځای نه تنګيږي په موټر کې موخپلې ټوکې ټکالې سره کولې او له ښيښې نه مو دبهر طبيعت ننداره هم کوله. خو ماښام ناوخته دماما کورته ورسيدم دهمدغه ماما دکوم ځوی چې له ماسره ملګری و. دستړي مه شي او ډوډۍ خوراکه وروسته مو پشه خانې له ځانه سره را واخيستې او ديرې ته ولاړ و . شپه تيره شوه د جمعې ورځ شوه د جمعې ورځ مو د نورو ماما او ترور زامنو سره وکتل هو زموږ دوه نور دکوچنيوالي همزولي اوملګري لطف الله او ګل محمد د اوړي په رخصتۍ راغلي ووهغو مو هم راپيدا کړل د جمعې په لمانځه کې مو دکلي دمشرانو سره ليده کاته وشول، که تاسو ليدلي وي په کلي عموما هغه څوک چې د پوهنتون زده کړيال وي که په هره څانګه کې وي خو دکلي مشران ورته ډاکټر وايي موږ ته هم چا ډاکټر ويل چا به وراره ويل . مازديګر په ديره کې چای ته ناست وو يو تن راغی ماما زوی مې راته وويل چې دا په داپور دمريز ښوونځي کې ددينياتو ښوونکی دی، زه ژر له ځايه راپاڅيدم او په ډير احترام مې ورته ستړي مه شي وکړل، ټول کښيناستوچای مو ورته واچاو، ديرې  له څنګه د دهقانانو يو ماشوم تيريده چې ښوونکي ورباندې غږ کړ،

وه هلکه!

هلک راغی ښوونکي ورته وويل هلکه مازديګرزما دشولونيهال دی او ګوره چې ضرور راشې او ګوره که رانه  غلې نو ته، خو ښه پوهيږې، چې سبا ازموينې پيل کيږي غټ صفر به درته درکړم.

ياره خو ډيره غوصه راغله ددې پرځای چې ښوونکی دا هڅولی وای چې درس ولوله، خپل نيهال ته يې وغوښته اوبيا دا يې هم ورته ويل چې که رانه غی نو صفر ورکوي.

زما هغه ماما دکوم زوی چې له ماسره د جلال اباد نه ملګری ويعنې دفريد احمد پلار، ٣٦ کاله د هيواد په ګوډ ګوډ د ښوونکي سپيڅلې دنده سرته رسولې وه چې دوه کاله مخکې ١٣٨٤ کې د زړه دحملې په سبب له دې فاني نړۍ دتل لپاره سترګې پټې کړې(خدای دی وبخښي)

دماما زوی مې وويل راځه چې ځو ولسوالۍ ته هم به چکر ووهو اوهم به زه يوه وثيقه جوړه کړم د پلار دتقاعد داخيستلو لپاره، خو دولسوالۍ خواته روان شو، هسکې مينې ولسوالۍ  کلي او درې ډيرخورې ورې دي يعنې (والۍ ) په يو ځای او ولس په بل ځای کې دی پوره يو ساعت مو په پښو مزل وکړ ترڅو ولسوالۍ ته ورسيدو. موږ څه نهه، نهه نيمې بجې دولسوالۍ ماڼۍ ته ورسيدو په ولسوالۍ کې دننه ډيره ګڼه ګوڼه وه ، يو خو زموږ په سيمه کې برګۍ اولانجې ډيرې دي اوبل ډير ځوانانو چې غوښتل يې چې دملي اوردو په کتارونوکې شامل شي راغلي وو ترڅو تذکرې واخلي . تر ٩:٠٠بجو لا يو اداري کارکونکی نه وو راغلی .١٠:٣٠ بجې يو يوراپيداکيدو ، لومړی لاړو د پوهنې مديريت ته د پوهنې لس دولس تنه ناست وو په منځ کې د چايو يو تور چاجوش ايښې وو او په يو لوی قاب کې دګوړې کنډوسکي، ما لومړی داسې فکر وکړ چې دا ټول ګوندې د پوهنې دمديريت کارکوونکي دي خو وروسته پوه شوم چې د پوهنې دمديريت اصلي کارکوونکي يوازې دوه تنه دي او دانور ددوی ياران دوستان دي او دچای او هسې ګپ شپ لپاره راغلي دي. بايد ووايم چې دننګرهار دپوهنې رياست موږ ته په مديريت باندې يو مکتوب راکړی وو، يو تن کارکونکي ته مو هغه مکتوب وړاندې کړ، کارکوونکي وويل چې دا مکتوب يوازې زموږ مديرصاحب لاسليک کوي اوهغه نشته. نو په بيړه مو ترې وپوښتل چې هغوی کله راځې ؟

کارکوونکي وويل هغوی نن د شولو نهال لري او نه راځي.

خولنډه داچې راغلو محاکمې ته  هلته يو محرير ناست و له هغه نه مو د وثيقې په اړه وپوښتل هغه وويل چې تاسې بايد لومړی د وفات شوي ميرمن ته تذکره واخلئ او بيا پنځه شاهدان راولئ.خولاړو دتذکرو خونې ته. دهسکې مېنې دولسوالۍ پخوانۍ ماڼې خامه وه او په جنګونو او بارانونوکې ړنګه بنګه شوې اوسني دولت يو نوی تعمير جوړ کړی چې ځنې ادارې يې په زړو خونو او ځنې يې په نوو کې دي دتذکريو خونه په زړو خونو کې ده دتذکرو خونې ته مخامخ يوه بله خونه کې ډير وګړي ناست وو يو دوه پکې دپوليسو په جامه کې هم وو دوی هم دهغو نورو په شان چای څښه خو دوی په دوشکونو ناست وو تکيه يې وهلې وه داسې بانډاريې جوړ کړی وو تا به ويل چې ګوندې دپيازو سوادګر سره راغونډ شوي . خو دايو  ته دې نورو لږه ډيره چاپولسي کوله له ماما زوی نه مې وپوښتل چې دا څوک دی هغه ويل دا دولسوالۍ دامنې قومندان دی.

دتذکرو پاڼې مو رواخيستې ښه وو يو دوه مشران هلته د کومې لانجې لپاره راغلي وو او ژر مو پرې لاسليک کړه . او يو بلې خونې ته مو ويوړه . په دې بله خونه کې يو بل تن ناست وو چې تذکرې يې کتاب ته رسولې خدای دی دا لري نيمې عينکې يې وې او نيمې يې نه وي (دعينکو يو غوږ نښلونکی يې نه وو) يو هلک ورته راغی چې زما کور ډير لری دی او دلته زموږ دقريې څوک مشر هم نشته چې زه پرې خپل غوښتنليک لاسليک کړم زه څنګه وکړم؟ دواره يې ورته وويل چې څوک نشته لاړشه دبهر دوکاندار ګوته پکې ولږوه.

هر څوک چې به راتلل نود تذکرې به يې ورڅخه سل يو نيم سل روپۍ اخيستې او يابه يې کار ورته ژر نه خلاصاوه، خو ښه وو له موږ سره د قوم يو مشر وو دهغه په سترګو يې زموږ کار ژر راخلاص کړ ، تذکرې مو واخيستې او بيرته د کور په لور راستانه شو.

سبا مو درې تنه نورله ځانه سره د شاهدۍ لپاره پيداکړل چې ټول شپږ تنه شو.کله چې دولسوالۍ ښارته ورسيدو نو دټولو خلکو په څيره کې يو ډول ويره او خوف ليدل کيده، امبولانسونه تله راتله دهر دوکان مخ ته ډله ډله خلک ولاړ و زموږ چې انځورونه پکار وو دانځورونو دوکان ته لاړو، هو دانځور اخيستونکي نه مووپوښتل چې دا څه خبره ده چې داخلک داسې ډله ډله کيږي ؟ هغه وويل چې نن سهار داوغز په سيمه کې (چې دهسکې مينې يو ه قريه ده) دواده ورا راروانه وه او ناوې يې راوستله ماشومان هم ورسره وو او په يوه ناو کې پرې دامريکايانو طيارو توغندي وغورځول چې ډير يې مړه دي او يو څو تنه چې زخميان دي او ژوندي پاتې دي هغوی پسې اوس امبولانس لاړ چې کلنيک ته يې راوړي. په ټول ښار اودولسوالۍ په ادارو کې يو غوغا وه ،چا به يو څه ويل او چا بل څه، خو يو تن چې پيښه يې له نيژدې ليدله وه نو ويل يې چا دا د زرين خان د زوی واده و، په هغه سيمه کې دموټر لاره نه شته نو خلک عموما ناوې يا پلې راولي او يا يې په اس يا ډولۍ کې راولي. ورا د ناوې پسې تللې وه  دناوې له کوره چې بيرته راستانه شوي وو نو په دوه ډلو ويشل شوي وو، يو ډله يې ماشومان وو چې لږ مخکې روان وو او بله ډله ښځې او نجونې وې چې ناوې يې را روانه کړې وه دا مخکۍ ډلې دوروستۍ ډلۍ څخه لرې وه اوپه ديوې غونډې شاته پناه وه پدې وخت کې پدې مخکې ډلې (دماشومانو په ډله) دامريکايانو طيارو بمونه غورځولي دوروستۍ ډلې سره يو سپين ږيرې وو چې خپل يو لمسی يې په شا کړی وو دې وروستې ډلې ته ويلي چې فکر کوم چې په ماشومانو چا بم وغورځاوه خو تاسو په دې ونو کې تيت شئ او زه يې ګورم چې څه چل دی دا چې کله ورښکاره شوی ګوري چې سر بوټۍ د غوښو پرتې دي اوبس دا وروستۍ ډله چې ددې ماشومانو ميندې وې هغوی دسپين ږيري خبره نه ده منلې اوبس هماغه شان يو ځای سره ولاړې دي چې په همدې وخت کې طيارو پدې وروستې ډلې هم توغندي غورځولي او يو سپين ږيری دخپل په شا کړي لمسي سره روغ پاتې دی کلي ته غږ کړی چې هله چې ټول مړه شو او مرستې ته راشئ خو هغه شخص ويل چې دمړو جسدونه هيڅ نه معلوميدل اويوازې د غوښوبوټۍ پرتې وې او په څادرونو کې يې ګنډه کولې او جنازې ورته کولې نور نه پوهيده چې پدې پنډوکي کې دچا پښه او دچا لاس دی.

دا خو لا څه کوئ چې امريکا غږ په مازديګرنې خپرونه کې وويل چې د هسکې مينې په ولسوالۍ کې امريکايانو ددولت ضد مسلح مليشه باندې بمبار وکړ او هغه يې له منځه يوړه . دې خبر د خلکو احساسات نور هم راپارول . خو ازمون صاحب ته دی خدای خير ورکړي چې په خپل خبر کې يې سم معلومات او دپيښې رښتنې انځور وړاندې کړی وو.

هو دپيٍښې نه يوه ورځ وروسته د هسکې مېينې ولسوال د ولس مشران وغوښتل په ولسوالۍ کې يې ورته يوپسه حلال کړ او والي ته يې بوتلل داچې والي به څو څو روپۍ دولس مشرانو ته په جب کې ايښې وي نور نه پوهيږم.

هو دابايد ووايم چې دې ولسوالۍ ته سولې دولسوالۍ نوم ورکړل شوی وو، خو امريکايان اوس غواړي چې دلته هم ډز او ډوز رامنځ ته کړي ترڅو ددوی بيس جوړولو ته بهانه پيدا شي.

 

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com