Loy

اسلام او زاهد

17.08.2008 09:29

اسلام او زاهد

که اسلام مې تنها جنگ بولې زاهده

اوژوندون مې په کې تنگ بولې زاهده

که اسلام مې تنها بم او قتلول وي

دپښتون بېچاره کور ور ورانول وي

دسپېڅلو ارمانو یې رژول وي

که مفهوم دې د اسلام نه راته دا وي

بیا دا ستا له دې اسلام نه مې توبه ده

زه همداسې په خدای ښه یم

**

ملا ستا په نظر مینه نا روا ده

که بې مینې مې اسلام وي نو بلا ده

ته دکرکې په مذهب زه په الفت یم

ملاستا لاره جدا زما جدا ده

که نفرت د اسلام نوم ګڼې زاهده

بیا دا ستا له د ې اسلام نه مې توبه ده

زه همداسې په خدای ښه یم

**

 

ته وژل د بې گناوو روا ګڼې

ځانوژنه په اسلام کې بقا ګڼې

ستا اسلام کې سرحدونه پولې نشته

زه اسلام کې سرحدونه پولې پالم

ته سجدې دخدای له قهره او له ډار کړې

زه سجدې دخدا ی له مینې محبت کرم

که اسلام دترور او د ډار نوم وي

بیا دا ستا له دې اسلام نه مې توبه ده

زه همداسی په خدای ښه یم

 

 

 

نبی الله ستون (الوزی)


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com