Loy

راځۍ چي مدیریت وپیژنو

11.09.2008 10:16

راځۍ چي مدیریت وپیژنو

 دټولنیزو سازمانونو پیدا یښت او پراختیا یو دنني تمدن له ځانگړنو  څخه ده هرې ټولنې دمختلفو لاملونو(زمان او مکان)  په  پام کی نیولو سره خپلو اړتیا وو ته په کتو د خپلو سازمانونو په پراختیا او لوړتیا  کی هڅی کړي دي اړینه  ده  چی هر ټولنیز سازمان   خپلو مو خوته درسیدو  لپاره  یو ښه  مدیریت ولري راځۍ  چی لومړی مدیریت وپیژنو 

 

 مدیریت

د مادي او بشري منابعو په  ځای  کارول او  په  ټاکلي وخت دسازمان   بڼسټیزو موخوته رسیدل د ي او یا هم د نورو په واسطه  د کارونو د سرته رسولو هنر ته  مدیرت وایي دمدیریت په  اړه مختلف اندونه شته ځینې یې علم بولي او ځینې یې هنر اوځینې یې دواړه گڼي ځکه دو ی عقیده لري چی ځینې کسان بې له دې چې زده کړې ولري مدیریتي سیستم خورا ښه پرمخ وړي دبیلگې په تو گه یوښه پلار په کور کې

پورتني مثال ته په کتو وینو چی مدیریت هنر ده

خوکله چی مونږ په یوه علمی اداره کی کار کوو نواداره زمونږعلم او هنر  دواړو ته اړتیا لری یعنی په رسمي اداره کې هنر دعلم په مټ کارول کیږی په د ې ډو ل یوه  اداره  کې  دچارو سمون او ښه والی  مدیرت  او هنر دواړو ته  اړتیا   لري

  

 

مدیر چاته ویل کیږی

 هغه چاته ویل کیږی چی دخپل ټیم د کړنو مسولیت په غاړه ولري نظر هرسازمان ته دمدیر مسولیت صلاحیت او دند ی تو پیر کوي مدیریت دمسولیت او  صلاحیت له لحاظه هرم ته ورته ډول لري

 

·       لوړ رتبه مدیران

·       منځ رتبه مدیران

·       ټیټ رتبه مدیران

 

 

لوړرتبه مدیران

 دا  مدیران چی دمنځ رتبه اوټیټ رتبه مدیرانو په چارو کې مهارت او برلاسي توب لري ددو ی کارونه ارزو ي

رهنمایي ورکوي دادارې په مختلفو چارو کې خپل اندونه وړاندې کو ي او  شریکو ي دوی ډیر لږوخت له اداري کارکونکو سره او ډیر وخت له همکارانو او  بهرنیو وگړو سره اړوي

 

منځ رتبه مدیران

 داډله مدیران دټیټ رتبه او لوړ  رتبه  مدیرانو ترمنځ  دپله  حیثیت  لري دو ی  په مستقیم ډو ل لوړرتبه مدیرانو ته دټیټ  رتبه  مدیرانو  دکارونو  په هکله  معلومات ورکوي  دو ی  ډیری   وخت  دچارو  په تحلیل تجزیه دمعلو ماتو په راټولو لو کې اړوي او همد ا مدیران دي چې دټیټ رتبه مدیرانو چارو ته لوری ورکوي

 

ټیټ رتبه مدیران

داډله مدیران د ادارې عملیاتی برخه   په غاړه  لري دو ی  په  اداره  کې  اجرایوي حیثیت لر ي دو ی د اداري موخو ته درسیدو لپاره هڅې په عمل کې کو ي د دوی دبهرنیو وگړو سره ناسته پاسته دکارونو دشاتگ باعث گرځي

 

بریالی مدیریت

 بریا لی مدیرت هماغه د ی چه په ټاکلي مهال او په مشخصو بشري او مادي منابعو  خپلو ټاکل شوو اهدافو ته ورسیږی او خپلو   کارکونکو کې  یی  دکار کولو  انگیزه ژوندئ کړې و ي او د ددوی د کاري تو ان فیصد ی یی پورته بو ولې وي د ادارې دوگړو تر منځ یی همغگی او دهمکارۍ حس  پارولی و ي تنبه تهدید او   امتیاز نه یی په ښه تو گه کا راخیستی و ي


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com