Loy

اختريزه ډالۍ

06.10.2008 11:37

د اختريزې ډالۍ په توګه

 

         د لوی څښتن تعالی د لورینو څخه يو هم اختر دی، چې خپلې کرکې، رخې، تربګنۍ، خپګان او نورې کرغېړنې کړنې شاته پرېږدو او خپلو مسلمانانو ورونو او خويندو سره د خوښۍ او ښېرازۍ شېبې ونمانځو، تاسې ګورﺉ، د سولې، ورورولۍ او يووالي لپاره زموږ سپېڅلی دين څومره دريڅې پرانيستي او دا دريڅې هغه وخت د عمل جامه خپلوي، چې موږ یې په رښتينې زړه ومنو او عمل ورباندې وکړو.

  د پوره يوې مياشتې روژې نيولو نه وروسته موږ ته څښتن تعالی يوه ستره ډالۍ د اختر د دريو ورځو په بڼه راکړې او موږ يې بايد ښه په درز سره ونمانځو.

 

 خوند ورنه واخلو، مرور ورونه او خويندې پخلا کړو، خوښي ووېشو، مينه تر هر ځايه ورسوو او د ښکلا په بازار کې د مينې ترڅنګ سوداګري وکړو.

 د نړۍ ټول مسلمانان اختر نمانځي، هر يو يې ځانته جلا جلا سبک لري، چې څېړل يې ډېر وخت غواړي، دلته په کابل کې خو د روژې له 29 سره د اختريزو سندرو شور ماشور جوړيږي.

هر خوا ...

مبارک دې شه اختر نوي کالي دې مبارک

دا تودې مبارکۍ او خوشالي دې مبارک

يا هم ...

مبارک عيد مبارک سبهی کو عيد مبارک

سندرې اورېدل کيږي، او هر څوک يو او بل ته د جلان د شعر دا بيت زمزمه کوي:

 

له چُپ ناستي دې ځار شم، څه خو ووايه جانانه

حجرې د پښتنو خو د بنډار لپاره وي

مُسکې څېرې او پراخه تندي د ورورولۍ سترې نښې په هر مسلمان ورور کې له ورايه ځليږي، زه هم ټولو خپلو مرورو ورونو او خويندو ته د پخلا کېدو بلنه ورکوم او د اختر هره شېبه ورته بختوره او د ژوند هره ګړۍ یې ورته اختر غواړم او د مبارکۍ په توګه ورته د پسرلنيو ګلونو ستره ګېډۍ مخې ته ږدم او په ډېره مينه او مُسکينه څېره ورته وایم: اختر دې مبارک شه! اختر دې مبارک شه!

 

ستاسې دې د ژوند هره ګړۍ اختر او د ټول ژوند اختر مو بختور

 

په ډېره مينه ستاسې ورور

رفيع الله ستانکزی

کابل

rstanikzai@hotmail.com

 

 

 

 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com