Loy

زړه کيسه نوى تکرار

20.10.2008 14:54

زړه کيسه نوى تکرار

دا د ٦٨ ١٣ کال کيسه ده ، هغه مهال موږ په هريپور کمپ کې د مهاجرت شپې سبا کولې .
دا داسې دوره وه ، چې موږ ته له پولې اخوا او په ځانګړې توګه کابل او د وخت دنظام په قلمرو کې ټول خلک سره کاپر ښکاريدل .
خو يواځې په دې هم نه قانع کېدو ، د هر جهادي تنظيم کسان بل جهادي تنظيم ته سم خلک نه ښکارېدل او حتى د وينو تږي يې وو .
هريپور ، يوه شنه خو توده سيمه وه ، دلته به موږ په دوبي کې د انګړ په منځ کې ډوډۍ خوړه او د ځمکې پکى به راته تاويده راتاوېده .
په هغه شپه موږ کره له خپل ولايت ( لغمان ) او د ميدان له جلريز ولسوالۍ نه خپلوان راغلي وو .
په ميلمنو کې يو شمېر د حزب اسلامي او نور د حرکت اسلامي مجاهدين وو ، دوى چې يو بل وپېژندل سره تروه شول .
د ډوډۍ په منځ کې تنظيمي بحث پيل شو ، يو بل ته سره نيغ شول او نږدې وو چې د ښوروا کاسې چپه شي .
دوى دواړو د داسې تنظيمونو په ليکو کې جهاد کوه چې هدف يې د خداى رضا وه ، خو په دې نه پوهېدل چې دغه ذات د مسلمانانو په منځ کې په ورور ګلوۍ څومره ټينګار کړى دى ؟
کله چې جهادي تنظيمونو کابل ونيو او موږ هم د مهاجرت له ژوند سره خداى پاماني وکړه او دخپلو خوبونو هېواد ( افغانستان ) ته راغلو نو هماغه جذبې را سره وې .

هغه خپلوان راته ډېر پيکه ښکاريدل چاچې هجرت نه و کړى او يا يې د وخت په نظام کې دندې لرلې .
هغوى به موږ نه په وخت جومات ته راتلل ، تلاوت به يې کوو ، ختم او خيرات به يې کوو ، خو زما زړه يې مسلماني نه منله د خپل تنظيم مشران راته له خپلوانو ډېر ګران وو .
خو دغه مينه هغه وخت له منځه لاړه او هغه وخت په خپله اشتباه پوه شوم چې د همدې ډلو مشرانو د خپلو شخصي ګټو لپاره پخواني کمونستان په غېږ کې ټينګ ونيول ، ايتلافونه يې وکړل او حتى د صحابه کرامو القاب يې ورکړل .
او دادى اوس د ملي شورا په پستو څوکيو کې خوا په خوا سره ناست دي او خپلو کې پستې - پستې خبرې کوي .
اوس چې کله هغه حالت په زړه کړم ، په چورتونو کې ډوب شم ، بې ځوابه پوښتنو سره مخ شم :

ښه ، چې مشران خپلو کې دومره يو پر بل ميين وو ، نو موږ يې ولې جنګولو ؟
دوى چې اوس خوا په خوا ناست دي ، ولې يې پخوا روغه نه کوله ؟

ولې ددوى په امر جګړه کې دومره انسانان ووژل شول ؟
دوى به لوى خداى ته څه ځواب ورکوي ؟
ولې موږ هغه وخت د خپلو مشرانو په شوم نيت نه پوهېدو ؟
ولې دومره ساده وو ؟
او ولې ؟.؟؟؟؟؟؟
اوس هم هماغه حال دى ، يو څوک د خداى په کور کې په لمانځه ولاړ وي بل يې ولي او د ويشتلو په وخت کې د داسې ذات نوم ( الله اکبر ) اخلي چې ، همدغه ذات ته دا بل په سجده پروت وي .
اوس يوې ډلې ته بله ډله سره کاپر ښکاري ، که څه هم دواړه ډلې پنځه وخته لمونځونه کوي .
او اوس هم ....
شايد ، اوسنى نسل هم يو وخت زموږ تجربه تکرار کړي او له هغو پوښتنو سره مخ شي کومو سره چې موږ اوس مخ يوو ، خو هغه وخت که پوښتنې ځواب هم شي په زرګونو سرونه به دل شوي وي .
محمد نعمان دوست ، کابل
د تلې ، ٢٨مه کابل

numandost75@yahoo.com


يادونه :
يواځې هغه څوک دې تبصره وکړي چې د قلم په تقدس عقيده لري !


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com