Loy

بختور

02.11.2008 10:18

بختور

په هغه ورځ تابه وې په ا مبو لانسونو کې هم زړونه پيدا شوي وو ، په خپلو
چيغو يې د وزير اکبر خان روغتون ودانۍ ښوروله او په با مونويې لکه د ټپيانو وينې سرې رڼا ګانې تا وېدلې، امبولانسونه پوره لالهانده وو، شيبه په شيبه دروغتون مخ ته درېدل او په وينو ککړ بدنونه ترې را ښکته کېدل .
په هغه ورځ له سرونو تور پاچ لنګوټي غورځېدلي وو او د سرونو په ځاى ؛ له پښو ، لاسونو ، ملاګانو او زنو راتاوو ، وو.
د زګيرويو غږونه به تيز شول او بيا به يو دم د شهادت د کلمې غږ تر نيما يي وا ورېدل شو او نوره به د څو شيبو له پاره چو پتيا خوره شوه.
شيبه وروسته بل امبو لانس د چيغو له بد رګې سره د رو غتون مخ ته ودرېد ، په بيړه يې د شا پټه پرا نستل شوه ، په وينو سور زلمى يې ترې را ښکته کړ ، په يوه پښه يې سره څپلۍ چې ځاى –ځاى پر ې سپين ګل ميخونه وهل شوي وو پښو وه، بله پښه يې له څپلۍ سره نه وه، دوا سکټ ښي پلو يې دوه غټ سوري ښکا رېدل او د چپ اړخ کوچنۍ اينې يې لمر ته ځلېدلې . مخ يې نه معلو مېده ، دواړه شونډې يې د اور له تاوه بېرته شوې وې او مخامخ دوه غا ښونه يې ښکا رېد ل .
ور پسې يې بل ځوان چې پلن ټټر يې وو او له غنم رنګه مخ نه يې سوچه لنډه ږيره راتاوه وه په ټاير لرونکي کټ کې وا چو ، د کټ په پښو او با زو ګانو ليکه – ليکه وينې را روانې شوې . هغه ژر – ژر کيڼ او ښي اړخ ته سر اړوه را اړوه او ژبه يې په وچو شونډو تېروله.
په نور بدن يې ټپونه، نه ښکا رېدل خو تر نامه لاندې يې په چټکۍ وينه را وتله ، سر يې ودرېد سترګې يې پټې شوې خو نا څا په يې د اسې چيغه وکړه چې له هيبته يې د ټولو زړونه سست کړل ، هغه په چيغه کې څه لنډه جمله هم وويله خو څوک پرې پو ه نشول ، دې چيغې مې هډونه ولړزول او نور مې د ليدلو وس با يلود .
له هغې وروسته مې تر ډېره له امبو لانسونو کرکه کېده ، شفا خا نې مې په خوب لېدلې او دروغتون په لاره نه تلم .
نن چې څنګه خونې ته را غلم کټ کې وغځېدم ، لامې سترګې پټې شوې نه وې چې تيليفون و ترنګېد ، ور خطا شوم ، د تېلېفون غوږى مې را واخسته : الو! سلام اليکم ، د قاري صيب مرکز دى؟
ما يې غږ ونه پيژاند ، خو چې څنګه مې د هو ځواب ورکړ ، هغه وپيژاندم او بيا يې په ستړي غږ چې د ژورې ساه اخستلو اواز يې هم راته وويل :
هاى ، نا ځوانه ! پوره مياشت شوه پنځه نفر ه په يوه کوټه کې پراته يوو څوک مو خبر نه اخلي ، کور والا خبر نه دي او تا سې انډيوالان تشه پوښتنه نه کوئ او پسې زياته يې کړه : دوزير اکبر خان شفا خانې دريم منزل د ښي لاس اتا قو کې مې پوښتنه کوه ، نومره يې ماته هم نه ده مالومه .
سبا يوه بجه ورسېدم ، هره خونه کې ټپي ځوانان پراته وو ، چې څنګه مې بلې خونې ته سر ور دننه کړ ، نږدې وو چې له کټ نه را ټوپ کړي ، ځان مې ور ورسو او را ټينګ مې کړ . درې واړو ټپيانو راکتلې ، ټولوته مې ډاډ ورکړ ، مخامخ دوه تشو کټونو ته مې لاس ونيو :
دا څه شول ؟
هغوى لکه چې همدې پوښتنې ته په تمه وو، سترګې يې ډنډ شوې ، غلي وو شونډې په غاښ کړې ، ژړا يې پټه کړه خو په اوښکو يې وس ونه رسېد ، په خپلې پو ښتنې پښيمانه شوم . شيبه وروسته يوه زړه غټ کړ:
هغوى يې همدا نن شپه رانه ووېستل او س به يې پرې خاورې اړولې وي ، له دې خبرې سره درې واړو ښه په زوره وژړلې . د ژړا غږ له خونې ووت او ورسره سم ور پرانستل شو ، يو ځوان ر اننوت ،څيره يې راته اشنا ښکاره شو ه ، ټولو ته يې ډاډ ورکړ او بيا پر يو خالي چپر کټ لاس تر زنې کيناست .
ټپيانو ټولو په هغه سترګې ونښلولې او دا سې غلي شول تا به وې د هغه په ليدلو يې هر څه هېر شول ، هغه له زنې لا س لرې کړ ژوره ساه يې را ښکله ټو لو ته يې وکتلې سترګې سرې شوې او بيا يې وويل : هغوى بختور وو ، کاشکې زه هم ... نوره خبره يې ستونې کې وچه شوه .
حيران وم ، کله مې ټپيانو ته چې سرونه يې ځوړند نيولي وو او کله ده ته چې سترګې يې په چت نښلولې وې کتلې . هغه له چته سترګې ښکته کړې او ماته يې مخامخ کړې: ملا صيب ته ووايه له مانه بختور نه وو!؟
هک پک شوم ، ملګرو ته مې وکتلې خو هغوى لکه چې په خبره پوه وو هماغه شان غلي وو ، زړه مې غونډ کړ: نه ، هغوى دې خداى وبښي ، بختور ته يې چې ژوندى يې .
په دې خبره يې مخ سور شو ، سترګې را وويستې :
نه ،ته نه پو هېږ ې ،زه بد بخته يم او بيا له دې خبرې سره له کټ نه را پورته شو ، مخ په ما را غى، له زړه مې يو خداى خبر وو ، څنګ ته مې کيناست پر اوږه يې راته لا س کېښود ، سر يې وښورو : ته بختور نه پيژنې ، نه پيژنې او بيا يې له لږ دمې وروسته زياته کړه :
په څه جرګو او ننواتو مې يو کال مخکې کوژده وکړه ، دا ميا شت مې دواده نيټه وه ټول خپلوان او انډيوالان مې د وا ده له پروګرام نه خبر وو . کورته تلم چې د جنګ تشکيل کې برابر شوم ، د هرې ګولۍ لګيدو سره مې خپل واده يا دېده ، يو نا څاپه مې څنگ ته ډز شو سره لمبه پورته شوه اوله دې سره سم مې يو ه پرچه په ګيډه او بله له نامه ښکته ولګيده ،اوس... نه ځان وژلى شم اونه کورته تللى شم . ته نه پوهېږې زه بختو...
خبره يې نيمايي کې پر ېښوده او له چيغې سره په منډه له خونې ووت.
يادښت :
تبصرې ازادې دي !

محمد نعمان دوست

کا بل – مير ويس ميدان

numandost75@yahoo.com


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com