Loy

For export only!

23.12.2008 09:08

For export only!

زموږ هېواد د اوږدې جګړې او بې احساسه مسوولينو له شامته د نړۍ په يوه مصرفي بازار بدل شوى دى ، همدا لامل دى چې ټولې هټۍ په بهرنيو توکو ډکې دي او حتى موږ په خپل زراعتي هېواد کې هم پردۍ تازه ترکاري خورو .
له دغو بهرنيو توکو څخه پر ځينو ښکاره ليکل شوي وي for export only! ( يواځې د صادراتو لپاره ) .
ځينې خلک وايي چې دا جمله پر هغو شيانو ليکل کېږي چې ، جوړونکى هېواد پرې ټکس ( ماليه ) نه اخلي ترڅو قيمت يې ټيټ وي او په بيرون کې ښه بازار پيداکړي .
خو ځينې نور بيا وايي چې دغه جمله په هغو توکو ليکل کېږي چې ، ښه کيفيت نه لري او په خپل هېواد کې يې څوک نه خوښوي .
تجربو ته په پام ، دوهمه خبره حقيقت ته نږدې ښکاري ، هر دغه شان توکى ښه کيفيت نه لري خو زموږ خلک چې د قدرت او پېسو د وږو له شامته د خپل هېواد توليدات نه لري ، نو اړ دي چې وه يې کاروي .

For export only! يواځې په سوداګريزو توکو کې نه ؛ بلکې په انسانو کې هم ښه نتيجه نه ده ورکړې .
وګورئ ! هغه کسان چې له بيرونه راغلي او په لوړو پوستونو کار کوي ډېرى يې هغه ډله دي چې خپل هېواد کې ورته کار نه پيداکېده ، يا يې ښه مخينه نه لرله نو دلته يې را لېږلي دي .
ځينې خلک اوس داهم وايي چې هغه بې رحمه بهرني سرتيري چې دلته خلک په موټرو وهي ، برناحقه په ماشومانو ډزې کوي ، خلک په سپيانو داړي او نور وحشيانه اعمال تر سره کوي ، همدغه شان For export only! کسان دي .
دغه ډله کسان يواځې په دولت پلوه کړيو کې نه ، بلکې مخالفو ډلو کې هم ښه نتيجه نه ده ورکړې .

د بېلګې په توګه : د کابل د شمالي باغونه چې کله اره کېدل ، کورونو ته چې کله اورونه اچول کېدل او يا د اوبو شنه کاريزونه له خاورو ډکېدل ، د ځايي خلکو په وينا عاملين يې ډېرى پردي کسان وو .

د For export only! اصطلاح يوځل بيا ځکه راياده شوه چې ، پرون ناوخته د امريکا د متحده ايالتونو لوى درستيز ادم مايک مولن ( Adm Mike Mullen) په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې په نوي عيسوي کال کې به تر ٣٠ زرو امريکايي پوځيان افغانستان ته را ولېږل شي .
دغه رقم ډېر لوړ دى او ويره هم له همدې لوړ رقمه ده .
اوس اندېښنه داده چې که دغه کسان هم د For export only! له ډلې څخه وي ، نو الله تعلى دې زموږ بې وسه ولس ته خېر پيښ کړي .
که څه هم له دغه شان کسانو څخه څو ځلې حتى ولسمشر شکايت کړى ، خلکو مظاهرې کړي او لوړ پوړو بهرنيو پوځي قوماندانانو هم ژمنې کړي ، چې نور به خپلسرۍ بندې شي ، ملکي وګړي به په امن وي ، خو تر اوسه يې ځاى نه دى نيولى .
او داځکه چې دغه شان کسان له اور سره لوبې کوي او که قيودات پرې وضع شي نو شايد افغانستان ته د راتګ لپاره زړه ښه نه کړي .
د کابل د يوه ښاري نکل دى چې يو وخت له ګلم جمو څخه خلک په تنګ شول ، د هغوى يو مشر ته يې شکايت وکړ خو مشر ورته ځواب ورکړ چې دده سرتېري ډېر لنډ عمر لري ، سر سره لوبې کوي او نه شي کولى چې ددوى دغه لنډ عمر هم مهار کړي .
همدا لامل دى چې پر دغه شان کسانو قيودات نه وضع کېږي .

افغانستان اوس يو بې سرحده هېواد دى ، کابل خبر هم نه وي خو برتانوى جنرال هلمند ، کاناډايي کندهار او .... ته رسېدلى وي .
په هر صورت ، اوس پېښه ده ، بله چاره نه شته پرته له دې چې خپل عملونه سم کړو ، لوى دربارته په زاريو شوو او دعا وکړو چې نور دغه بې وسه ولس چې په ګڼو نومونو او پلمو ځورول کېږي ، د ظالمانو له منګلو خلاص کړي ، الله تعلى بې له شکه ډېر زورور او لوى ذات دى .

Numandost75@yahoo.com
محمد نعمان دوست ، کابل
يادښت: د مرغومۍ لومړى
تبصرې ازادې دي ، خو د کلام عفت شرط دى .


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com