Loy

نو که ما غواړې غم د مهر وکړه !

06.01.2009 08:00  

پس له سلامه ددې خط هر توری
ښه زړه د خلاصه ښه په غور واوره
ستا چې پرون په جرګه مونږ کره وه مور راغلې
هم مازیګر کې دې د پلار سره سپین ګیري د چم
شاید چې تا به زه وم پټه ښه لیدلې چرته



یا به دې زما د لوی ښایست وي دبدبه تر غوږو
هو زه خبره یم چې تا په رومالونو ځینې
د بر شهید بابا جنډه ډکه ده
پدې هم پویه یم سرزوری ېې د چم ژڼو کې
ټول بهادر دې بولي
خو ما تر اوسه ته لیدلی نه ېې
او وړکتوب مو هم هجرت کې تیر شو
خو زه ددې کلي د پیغلو پشان نه یم ګوره
او نه هم زه مې په ښکلا باندې مغروره یمه
دا خو منې چې هره پیغله حق د مهر لري
او دا هم واوره زه مې مهر چاته نه بښمه
هم له ډولۍ ېې مخکې مخکې غواړم
هغه نه زر نه دیاقوتو زمرودو امیل
نه دولتونه ، نه هم تلل پسې لندنه پورې
نو که ما غواړې غم دمهروکړه
او هغه دا چې لاړشه
د پورې غره په یو تنګي کې کینه
پوره پینځه ها پیرنګیان ووژنه
او که دا لویه درته ښکاري وس دې نه رسیږي
نو دوباره دې مور او پلار په جرګه مه رالیږه

 

له بهير ګورتپاڼې په مننې www.baheer.com

 

Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com