Loy

ظلم

17.03.2009 09:53

شعر

 

ظلم غر نه دى چې لوى يا كوچنى وي

ظلم سيند نه دى چې اوږد پلن يا نرى وي

ظلم اور نه دى چې ډېر تاو يې محسوس شي

ظلم څوك نه دى چې ښه يا بد سړى وي

....

د ظلمونو تول په تله باندې نه شي

د ظلمونو پيمانې نه پيدا كيږي

د ظلمو عروج زوال او اوسط نه وي

ظلم، ظلم دى بس يو ظلم ياديږي

....

له يوه چا نه د يوه چا اخيستل ظلم

له يوه چا نه د ډوډۍ تښتول ظلم

ان يوه چا ته لږ په سپكه كتل ظلم

له ماشوم د مور د غېږ تشول ظلم

....

ماشومان د مور او پلار په نوم ياديږي

له ماشوم دمور او پلار بيلول ظلم

مورنۍ ژبه د هر انسان هويت وي

له انسانه د هويت اخيستل ظلم

 

نذير احمد نذير

دا شعر اسرار احمد کريمزي را استولی و، چې د (مورنۍ ژبې) په اړه غونډه کې بايد ولوستل شي.

 

جلات خان عورف صېف الله مسلېم ېار 29.12.2009 13:23

ډېره مننه نذېر احمد نذېر څومرشايسته شعر تاسو جوړ کړې وو الله مو نور هم په ورځنې کارونو کې کامېا ب کړه جلا ت خا ن [صېف الله ] مسلېم ېار د فتاڼې د جلا ل ا با د د شهر څخه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com