Loy

لوګر (لوكرنا)

18.11.2009 07:57

لوګر (لوكرنا)

د افغانستان تاریخي جغرافیې څرنګوالي کتاب څخه

كابل لكه څنګه چې د ميدان او پروان د حاصل خېزو ځمكو له بركته اباد دى (له تركاري نه نيولې تر مېوې او غلې دانې پورې ټول له دغو سيمونه نه ترلاسه كوي) خو دارنګه د لوګر كرهڼه او حاصلات هم د كابل د خلكو د اړتياو د پوره كولو له پاره زيات ارزښت لري.

لوګر د خپل تاريخي ارزښت له مخې د كاپيسا له لرغونتوب سره ورته اړيكه لري ځكه چې د ګندهار د لوى تمدن او د كوشانيانو د مهال پرمختللى كلتور د هېواد په دغه دواړو برخو ډېره اغېزه ښندلې ده خو د كاپيسا كندنو ددې سيمې څېره نړېوالو ته ورپه ګوته كړې ده او د لوګر په اړه لا هغومره كندنې او څېړنې تر سره شوي نه دي. كه موږ د ګندهارا څلورخواوې وكاږو نو پوهيږو چې لويديز ته يې د هندوكش د غرونو لړۍ پرته ده چې په دې سيمې كې د هېواد ځنې مركزي ولايتونه هم راځي. سهيل پلوته يې پكتيا، زابل د كندهار تر ځنو ځمكو پورې شمال ته له بلورستان نه را واخله تر پنجشېره او د هېواد ختيز لور ته خو اّن تر ټكسلا پورې د ګندهارا سيمه خوره وره تر سترګو كيږي.

اوس نو موږ د هغو ځنو سيمو نومونه اخلو چې د ګندهارا هـېواد پورې اړه درلوده لكه پېښور، اټك، يوسفزي، هشت نګر (هشتنغر)، تخت بايي، سوات، باجوړ، بونير، دير، ننګ نهار (جلال اباد)، لمپاكا (لغمان)، كنړ، اسمار، كابل، لوګر، وردګ، كاپيسا، باميان او نور. ولې په دغو كې هغه سيمې ډېرې مهمې دي چې د ګندهارا دتمدن ډېرې بېلګې يې خوندي كړي دي په ځانګړې توګه كابل، پېښور، اټك، پروان، كاپيسا، نوښار، بركي راجان، جلال اباد، تيګړي (په لغمان كې)، د لغمان مندروړ او چارباغ، اسمار، خېوه او شګې (په جلال اباد كې)، چغسراى، لعل پوره، جلالر، شب قدر، كوټ، دير، امبېله، تره كي، ناوه كۍ او نور د بېلګې په توګه يادولاى شو.

د ګندهارا له كلتور نه پرته په لوګر كې د لمر لمانځنې كلتور هم دود و. څېړونكو دا خبره سپينه كړې ده چې د افغانستان په ځنو ولايتونو او سيمو كې د لمر لمانځنه كېده چې په دې لړ كې يو هم لوګر و.

نامتو لرغونپوه هېوان څنګ، د اسلامي مورخينو په لړ كې محمد عوفي، د لويديزې نړۍ څېړونكو په سر كې پوهاند "هاكن Hakan" او نورو سلګونو په افغانستان كې د لمر لمانځنې په اړه اوږدې خبرې او څرګندونې كړي دي.

نوموړو په لږ توپير په يوه خوله دا خبره كړې چې په افغانستان كې لمر لمانځنه لومړى د سيستان په برخه، د هـېواد په جنوب لويديز كې، له بودايي كلتور سره يو ځاى دود وه. د كابل په 12 كيلو متري د خيرخانې غاښي ته نږدې د "سوريا" په نوم معبد د بېلګې په توګه د يادونې وړ دى. دارنګه د هندوكش د غرو په لمنه كې په "ساكه او وپيا" يعنې په سيستان كې د "بهوجګه" او "ماګه" په نومونو ياد شوي معبدونه د ساري په توګه يادوو. له هلمند، زابل، فراه، ارغنداب سر بېره په كابل او لوګر كې هم د لمرلمانځنې دود تر سره كېده.

د جرمني لرغونپوه ډاكتر "هابن ريش جونكر" د څېړنو په رڼا كې مسكوكاتو كې نيمه تنه څټه په داسې توګه انځور شوې چې د هغه د سر له شا نه د اور لمبې پورته كيږي. ډاكتر "جونګ" د يادو شوو لمبو نومونه "داور"، زمينداور، "رودبار" د هلمند غاړه، زابلستان، سكاوند (د لوګر په برخه كې)، لوګر او په ځنو نورو سيمو او ځايونو كې لوستي دي. داسې هم ويل كيږي چې د سمره زوى عبدالرحمن (33 هـ 653 ز) د زمينداور د انداور د ولايت په "جبل الزور" كې د سرو زرو هيكل چې سترګې يې د ياقوتو وې ليدلى وو. عربي څېړونكو هم دغه خبره غبرګه كړې چې دا د اور رب النوع و.

محمد عوفي پخپل مشهور كتاب "جوامع الحكايت" كې كاږلي دي چې د لوګر د سكاوند معبد ډېر مهم وو او د هند ډېر اوسيدونكي به له ډېر لرې ځايه د لمر لمانځنې عقيدې له مخې دلته راتلل او ځانګړي مذهبي ( 3 هـ پېړۍ 9 ز پېړۍ په شاوخوا كې) دودونه به يې تر سره كول چې په پاى كې د صفاري عمر ليث او د كابل برهمني (كلمو يا كملو) دريم راهب سره ( 265- 287 هـ 879 900 ز) د خونړيو جګړو په لړ كې ويجاړ شو. چينايي لرغونپوه "هيوان څنګ" د خپلو سترګو ليدلى حال داسې په ګوته كوي او وايي چې ما په خپلو سترګو وليدل او له ځنو كسانو نه مې واورېدل چې په كاپيسا، بګرام، كابل، لوګر، لغمان، جلال اباد او په ځنو نورو سيمو كې ډېرو برهمنانو به ځانونه په ايرو ككړول او د خپلې مذهبي او دوديزې عقيدې له مخې به كوڅو كې ګرزېدل او دغه سپېڅلى دود به يې پاله. تر هغې چې له صفاريانو را واخله تر غزنويانو پورې دغه مذهبي دود په بشپړه توګه په يادو شوو سيمو كې پاى ته ورسېد.

موږ دمخه د سكاوند (سجاوند، شجاوند، شګاوند، سګاوند) د بتخونې يادونه وكړه دا ځكه چې ددې عبادت ځاى يادونه په بېلابېلو تاريخونو كې د يوه لرغوني توكي په څېر شوې ده. "حدودالعالم من المشرق الى المغرب" كتاب كې ددې سيمې په اړه كښل شوي دي: استاخ او سګاوند د غره په لمنه كې دوه اباد ښارونه وو چې له غزني نه لاندې په ښايسته او غوړېدلې كرونده كې پراته وو.

هيوان څنګ هم د لوګر د سيمې په ګډون د كابل، غزني، زابل، ګردېز او مقر يادونه كړې ده او په ډاګه يې ويلې چې په دغه پراخه سيمه كې په سلګونو عبادت ځايونه او د زرو تنو په شاوخوا كې ددې مذهب پيروان او پلويان چې راهبان او ملايان وو په دغو معبدونوكې دېره وو.

د لمر لمانځنې يو مشهور او نامتو معبد "شونا" وو چې په لرغوني مهال كې له افغانستان نه داريايانو د كډوالي په مهال د هند خاورې ته يووړل شول خو د لوګر د سكاوند بتكده دومره ناموړې وه چې له هندوستان څخه به ډلې ډلې خلك دغه عبادت ځاى ته راتلل او دغه سپېڅلي مذهبي دودونه به يې تر سره كول.

د معلوماتو له مخې تر اوسه چې كومې څېړنې د لوګر د نوم په اړوند تر سره شوي يو هم د نامتو جغرافيه ليكونكى بطليموس دي چې (په دويمه زيږدي پېړۍ كې ژوند كاوو) د پارو پاميزاد د سيمو په اړه له كابل نه را واخله تر لوګره پورې ليكنې كړي دي. دغه يوناني مصري جغرافيه پوه لوګر ته "لوګرنا" ويلي دي او بريتانوي څېړونكي كننګم هم دغه لوګرنا همدغه لوګر ګڼلى دى.

د لوګر د نوم په اړه څېړونكي په دې اند دي چې "ګر" د غره په مانا او "لو" د لوى په مانا او ښايي چې په لرغوني مهال كې به د "لوىغر" په نوم ياديده. د پير روښان په اړه ځنې تاريخپوهان په دې ټينګار كوي چې د نوموړي نيكونه د لوګر د بركي برك او سيدونكي وو، په قوم اور مړ او ژبه يې هم اورمړي وه چې بيا له لوګر نه د وزيرستان "كاڼي ګرام" ته تللي دي.

ويل كيږي چې اوس د دغه ټبر پاتې شوني د لوګر په بركي برك كې اوسيږي چې پخوا به يې په "اورمړي" ژبه خبرې كولې او دبركي راجان كلمه هم د اورمړي ژبې په وېپوهنه كې د څېړنې وړ ده لكه څنګه چې تاريخ پوه كهزاد پخپل كتاب كې ( لوګر= لوى غر) ياد كړى ښايي دا رنګه په دې اړه هم اندونه او نظرونه موجود وي. ( ګر شاسب16مخ) دا رنګه د لوګر په سكاوند، بركي برك او "موسهي" كې ځنې داسې نومونه شته چې ښايي لرغونې زمانې پورې اړه ولري لكه د "رسن كارېز"، "تسن كارېز"، "خزركارېز"، "جوګي" پول (لغمان كې هم جوګي پول شته)، "راجان" وياله، "مينچ نهر"، "پند نهر"، "بابوس" وياله، "كشن كلى"، " كشن غونډۍ" او نور.

له دې سر بېره د كور اوكلي او سيدونكو به دا خبرې په پخوا وختوكې كولې چې د " كلنګار او "رستي ميدان" په سيمو كې ځنې لرغوني توكي او مسكوكات را برسېره كېدل او په ځانګړي ډول به په كروندو كې د كار په وخت ځنې بزګرانو ځنې لرغوني شيان تر لاسه كول.

همدا شان به د افغانستان ځنې هندوان تر ډېره وخته لوګر ته راتلل او هغو چينو څخه چې يخې او خوږي اوبه به يې لرلې او يا په هغو سيمو كې چې دغه چينې بهېدې او نه يوازې خوږې اوبه يې لرلې بلكې هوا يې هم ښكلې او زړه راښكونكې وه دېره كېدل. اّن داسې به انګېرل كيده چې دغه چينې د جلال اباد د "سلطان پور" له چينو سره پيوند لري نو ځكه خو هندوان په تېره د كابل اوسېدونكي اهل هنود وروڼه به دلته د مېلې له پاره راتلل.

لوګر كه له يوې خوا په لرغونې زمانه كې د ارزښت وړ وو چې د كابل، غزني او ګردېز بېلابېلې لارې يې يوله بله سره نښلولې خو له بلې خوا په اوسني مهال كې هم د پام وړ دى ځكه چې له يوې خوا د كرهنې ښې ابادې ځمكې لري او له بلې خوا څېړونكو دا په ډاګه كړې چې د لوګر په برخه كې د ځمكې لاندې د هېواد ډېره لويه شتمنۍ پټه ده. د عينك د سيمې د مسو ځېرمې د بېلګې په توګه يادولاى شو.

دلوګر ولايت څو ولسوالۍ او څو علاقه دارۍ لري خو د كلنګار، پل علم، محمد اغې، ازرې او څرخ سيمې يې مشهورې دي. د شمال له پلوه د كابل په چاراسياب، د لويديز له خوا په غزني او جنوب ختيز له خوانه په پكتيا پورې نښتى دى.

د نوموړي ولايت جغرافيوي جوړښت له ختيز نه لويديز پلوته اوږد غوځېدلى دى. هوا يې په ژمي سړه او په اوړي نرمه او برابره ده، نه يخني لري او نه ډېره تودوخه. وګړي يې په كرهڼه او د څارويو په روزنه بوخت دي. غلې دانې او مېوې په كې پريمانه دي. د سوداګرۍ چارې يې هم ښې دي ځكه چې له يوې خوا د افغانستان پلازمېنې كابل ته جوخت پروت دى او له بلې خوا له ننګرهار، غزني، وردګ، پكتيا او اّن د افغانستان له قبايلو سيمو سره په راكړه وركړه بوخت دى.

ستانکزی 23.11.2009 09:14

حيران صاحب مينه او سلامونه
ډېر خوښ شوم، چې ستاسې تبصره مې ولوسته، ستاسې له مينې او مننې نه نړۍ مننه، زه به ان شاالله ستاسې په لارښوونو، مشورو او مرستو سره خپل زيار باسم، نوي شيان خپلو لوستونکو ته وړاندې کړم، له ډېر وخت راهيسې ډېر بوخت شوی يم، البته په کورنۍ او دفتري کارونو کې، نو ومې غوښتل، چې يو ځل بيا بېرته خپل مسلک ته راشم، نو خپل زيار او کوښښ کوم، چې ستاسې غوندې ملګري راسره وي، هرڅه به وشي.

بلال وروره تاسې مې هم مينه او سلامونه ومنه!
ډېره مننه، چې په تبصره مو ونازولم، ما ګډوډ معلومات راغونډ کړل او د يو ځای کولو کوښښ يې کوم، نو تاسې راسره مرسته وکړی، چې لوګر پېژندنه، په واغجان، زرغون ښار، معل خېل پېژندنه واړوو.
په مينه ورور مو

بلال سعادت 22.11.2009 08:55

درنولوستنکوتۀ درنښت،

لګه څنګه چې دافغانستان پېژندنې پرځای ،لوګرپېژندنه راته غوره کارښکاره شو نوکه چېرې بيا د لوګرپېژندنې پرځای پر محمدآغه پېژندنه ، زرغون ښارپېژندنه، برکي پېژندنه او ٠٠٠ لاس پورې کړو نو غوړي به لا غوړ شي٠

مننه
بلال

محمدحنيف حيران 18.11.2009 11:00

ستانکزيه وروره سلامونه
شکر دی چې ډېره موده وروسته راښکاره شوې او هغه هم په لوی غر کې ډېر زيات خوښ شوم، کله مې چې ستا په زړه پورې بلوګ وليد، هيله ده چې روغ رمټ به وې، ګرانه تکړه شه ته خو نام خدا ډېر هڅاند يې او دا بلوګ ته دې بيخي نوی رنګ ورکړه نوې ليکنې او مطالب ورپورته کړه، ښه يې وځلوه، کوشش وکړه، چې داسې څه پکې خپاره کړې، چې نسبت نورو بلاګونو ته نوښت ولري، له دې ليارې کېدای شي ستا بلوګ زيات ليدونکي او لوستونکي ولري. ښه ژوند درته غواړم.
ورور دې محمدحنيف حيران، پېښور شمشتو کمپ

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com