Loy

ژوندليک

23.11.2009 09:23
  • Rafiullah
  • Rafi pic

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې  برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1-  د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

 اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ،  او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

Hameedullah Stanizi 25.07.2012 09:47

ستانکزی صاحب خوشحاله یم چی مونز هم په خپل وطن کی ستا په شان استعدادونه لرو <br />له الله نه درته نوره کامیابی او برمختګ غوښتونکی یم الله دی تا ټول افغانستان خصوصا دلوګر ولایت مجاهد ولس د خدمت مصدر وګرځوی .

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com