Loy

د لوګر تاريخي، فرهنګي محلات

25.11.2009 08:30

د لوګر تاريخي، فرهنګي محلات:
سجاوند

د لوګر د ډېرو مهمو تاريخي، فرهنګي سيمو څخه يو هم سجاوند دي چې په لرغونو اثارو كې ترې يادونه شوې ده.
دا محل د اسلامي دورې په ادبي او تاريخي متنونو كې لكه حدود العالم، د اصطخري المسالك و الممالك او د البيروني په مسعودي قانون كې د (شګاوند)، (سګاوند) او (سكاوند) په نومونو ياد شوي او سجاوند يې معرب شكل دي او وايي چې دا ناحيه د لوګر په جنوب لويديز كې پرته ده او تر اوسه پورې يې نوم او نښان او موقعيت مشهور او خوندي پاتې دي او په ځينو لرغونو متنونو كې يې د غزني سره تعلق تصريح شوي دي لكه چې حدود العالم وايي: اسستاح و سكاوند دو شهر كند بردراس كوه نهاده و جاى بسيار كشت و بذر است اندر غزني.

البيروني په مسعودي قانون كې د شكاوند قلعه د لوګر په (آستاق) كې ګڼي.
دا دواړه تعبيرونه سم او پر ځاى دي او دا ځكه چې سكاوند د لوګر په جنوب غربي ګوښه كې د غزني د لارې په سر پروت دي او د غزني پخوانۍ لار غزني ته له دې ځايه تيريږي.
هغه څه چې سجاوند ته يې تر اسلام نه په مخكنيو دورو كې نړيوال شهرت وركړي دي هغه د دېر مجلل او ستر معبد موجوديت ؤ چې همدا اوس يې د خرابو بقاياوې د غره په يوه پوزه كې ليدل كيږي.
د سجاوند په مورد كې تاريخي سوابق او معلومات د دوو تنو له آثارو څخه په ښه توګه تر لاسه كيداى شي.
- يو يې چينايي سياح هېوان تسنګ.
- او بل يې د (جوامع الحكايات د تاريخ) ليكوال محمد عوفي.
د سجاوند په هكله هيوان تسنګ وايي:
چې د (تسو-كو-تا) په سيمه كې چې غزني او د هغه مربوطات پكې شامل دي يو برهمني لوى معبد ؤ چې د (معبد شونا) په نوم ياديده او څه رنګه چې د شيوايي آئين او د آفتاب پرستۍ پورې مربوط آثار، د كابل، غزني او ګرديز د لوګر د دريو شاوخوا سترو ښارونو څخه كشف شوي دي نو په دې كې د هيڅ شك ځاى نشته چې د سجاوند مشهور معبد دي دواړو د يو ديانت سره تعلق درلود.
ښاغلي مير غلام محمد غبار هم خپل په كتاب افغانستان در مسير تاريخ په
۲۶۰ ۲۶۱ مخونو كې د سجاوند په مورد كې څرګندونې لري او وايي چې دلته د يو لوى معبد موجوديت د سجاوند د زيات شهرت سبب شوي دي.
تر هيوان تسنګ شپږ كاله وروسته محمد عوفي په خپل پورتنى اثر كې خپلې پخواني خاطرات را يادوي او د ده د ليكنو څخه پوره جوتيږي چې د سجاوند دغه لوى معبد د دريمې هجري پيړۍ تر دوهمې نيمايي پورې يعنې د راى
(كملو) يا (كلمو) د سلطنت تر زماني يعنې د كابل د برهنمنشاهي سلسلې دريم پاچا او د صفاري شاهي سلسلې د دوهم پاچا عمرو لث صفاري د واكمنۍ تر عصره پورې آباد ؤ لكه چې وايي:

(په هغه زمانه كې د هندوانو لوى معبد همدا سجاوند و او د هندوستان په اقتصاد دي ځاى د بتانو نمانځته يې كوله.)
يوه بله موضوع چې د سګاوند د ښارګوټي او كلا تاريخي اهميت لا برجسته كوي هغه د سجاوند د مسكوكاتو موجوديت دي.
د (كوشانو يفتلي) پاچهانو د واكمنۍ د دورې د مسكوكاتو يو ډول چې زياتره د سكه پيژندونكو په منځ كې د شاهي (نګين) يا (تجين) باندې شهرت لري هغه يو ډول نيم تنه ايز هيكل دي او د افغانستان د ځينو سيمو د نومونو په ترڅ كې چې (سګاوند) ورته ويل شوي دي. سكاوند او د هغه معبد د دواړو اهميت په ډاګه كوي.
د قراينو له مخې ويل كېداى شي چې د سګاوند معبد لكه د خيرخانې معبد چې لرغون پيژندنې د دې دواړو هويت ښودلي دي د آفتاب پرستى يو برهمنۍ معبد ؤ. او د دې معبد زيات شهرت د (كابلي رايان) يا (كابلي برهمناشاهانو) د اقتدار په وخت كې په افغانستان سربېره د هندوستان په اقطارو كې هم خپور شوى ؤ.
د سجاوند معبد د عمرو ليث صفاري تر وخته پورې ودان ؤ مګر هغه وخت چې دې صفاري پاچا د كابل په استقامت د فتوحاتو په خاطر د زابلستان شحنه (كوټوال) چې (فرد عان) نوميده د څلورو زرو سپرو سره مامور كړ او هغه ځاى يې ونيو، په دې مورد كې محمد عوفي وايي:
(فروغان چون به ذابلستان رسيد لشكر كشيد و شكاوند را بكشاد و بتان را بشكست و بت پرستان را بر اندخت و بعضى از غنايم به لشكريان داد و باقي به عمرو ليث فرستاد و فتح نامه نوشت و از وى مدد خواست.)
سجاوند تر دريمې هجري پيړۍ وروسته د څو نورو پيړيو په اوږدو كې د اسلامي ادب او فرهنګ له ډېرو مهمو مركزونو څخه شمېرل كېده لكه چې يو شمېر د قرآن پاك لوړ مقامي عالمان او مفسرين له دې ځايه راپورته شوي دي چې اوس يې مزارونه د خاص و عام زيارتونه دي.

د غزنويانو په زمانه كې يوه قلعه او محل په سجاوند كې بنا شوي و چې د غزنويانو د آبادۍ آثار د سجاوند د معبد پخوانيو ديوالونو او سنګكاريو پر مخ معلوميږي دغه اثر ښيي چې څومره اسلامي آئين، تمدن او معماري د پخوانيو معتقداتو فرهنګ او معمارۍ ځاى نيولي ؤ.
تر اسلام راوروسته هم سجاوند مذهبي موقف له مخې خاص اهميت درلود لكه چې د شيخ سنان زيارت همدلته پروت دي څوك چې په ملك الكلام باندې مشهور ؤ.
د خواجه احمد او خواجه نور دوو روحاني شخصيتونو چې سره وروڼه وو زيارت يې په سجاوند كې پروت دي.
په همدې شان لوى مؤرخ سراجي بابا چې د سراجيه په نوم د ميراث د علم واضع دي هم دلته ښخ دي.
(د قاري دل آغا صاحبزي له قوله.)
د سجاوند د علمي شخصيتونو څخه يو هم صدرالاسلام امام الاجل شمس العارفين ابو جعفر بن طبغور سجاوندي دي چې په محمد ابن (طغور)، ابو عبدالله محمد بن طبغور او په مجدالدين احمد ابن محمد طبغور باندې هم شهرت لري او ځينې يې په ابو جعفر بن طبغور سجاوندي باندې يادوي.
د محمد ابن طبغور سجاوندي د نورو علمي او ګټورو آثارو په جمله كې لاندينى تاليفات مشهور دي:
۱- الوقف و الابتداء
۲- الموجز
۳- عين المعاني في تفسير بيع المثاني
۴- انسان عين المعاني چې د عين المعاني لنډ تفسير دي.

امانزوى 26.11.2009 04:06

اختر مو بختور شه
د لوى اختر د مباركې ورځې په مناسبت ستاسې درانه حضور ته ددغې نيكمرغې ورځې مباركې وړاندې كوم.
دغه نيكمرغه ورځ مو الله پاك مباركه، په خپل دربار كې قبوله، په دنيا او آخرت كې د كاميابۍ، د خوښۍ، اتحاد، اتفاق او د ګران افغانستان د بيا آزادۍ او د نړۍ د مسلمانانو د سرلوړۍ باعث او سبب ورګرزه.!
د اختر ښې شيبې مو په ښه او دينداره فضا كې تيرې شه!
نور مو په خداى سپارم په دغه خاصه ورځ كې درنه د دعا تمه او اميد لرم.
ستاسې خواخوږى،

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com