Loy

لمر ته

19.12.2009 05:42

لمر ته
لمره دا وارې، چې ډوب شوې
پسې ډوب شه
پسې ورك شه
پسې غيب شه
چې بيا سر راپورته نه كړې.

لمره دا وارې، چې ډوب شوې
پسې ډوب شه
پسې ورك شه
پسې غيب شه
چې بيا سر راپورته نه كړې
زما ښځه ده بربنډه
خور او مور مې لڅه پڅه
او ورېنداره مې لغړه
د نازكې لور تنكى نازك وجود مې
ستا د نور په پلوشو كې
د شهوت د مقناطيس وحشي كشش ته
د زرې غوندې جذبېږي
زما د توان مېړانه دومره
د تيارو له جامو پرته
بل سامان راسره نشته

لمره دا وارې، چې ډوب شوې
پسې ډوب شه
پسې ورك شه
پسې غيب شه
چې بيا سر راپورته نه كړې
چې بيا سترګه رڼه نه كړې

شاعر: عبدالاحمد محمديار

ستانکزی 21.12.2009 05:50

ګران نذير صاحب!
ډېره مننه، هو ولې نه ياره محمديار خو ستاسې خبره يار دی او ياران به هر ځای او هر وخت منې، ما خو منلی او ټولو منلی، په قلم او ژوند يې برکت.

نذیر 19.12.2009 15:24

ډير ښه ستانکزی صاحب مننه چې ښه شعر دې راباندې ولوست ډيره مننه
محمدیار خو یار دی منې به یې او منو یې

منت 19.12.2009 06:52

سلامونه!
له ژور احساس، درد،عاطفې او پیاوړي تفکره ډک شعر دی.
خدای دې د ښاغلي عبدالاحمدمحمدیار لوړ خیالونه همدسې لوړ لري.
په همدې هیله
منت

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Rafiullah Stanikzai | Create Your Badge
د رفیع الله ستانکزي پاڼه - اړيکشمېره: 93700308908 + برېښليک: rafiullah.stanikzai@gmail.com